د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور په متنو کې بمي چاودنې ۵ تنه وژلي او ۷ ژوبل


Pakistan -- Peshawar bomb explosion in which tribal journalist Nasrullah has been killed, 11May2011
Pakistan -- Peshawar bomb explosion in which tribal journalist Nasrullah has been killed, 11May2011
پولیس وایی د پيښور سره نیږدې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د پولیسو یو مشر کلام خان مشال ریډیو ته ویلي چې دغه بم د موټرانو په یوه اډه کې په یوه ګاډي کې شوی دی .

د متنو د ګاډو اډه کې یو عیني شاهد وايي چې د یوه کس په لاس کې توره کڅوړه وه او په یوه ډاټسن پک اپ کې له کېښودو سره سم چاودنه شوه چې پکې خلک مړه او ژوبل شو.

متنو د پیښور نه شل کلومیټر په فاصله پرته هغه سیمه ده چې له قبایلي سیمې باړې سره نیږدې ده. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت له مخې په تېرو درو میاشتو کې له لسو زیات بمي چاودنې شوې او د انجونو هلکانو ۶ سکولونه یې هم تبا ه کړي دي.


د خیبر پښتونخوا د پېښور مرکز پېښور په څنډو کې پرته د متنو سیمه په بیا بیا د بریدونو او ترهګری له پېښو سره مخامخېږي.

د دغه سیمې یو ازاد خبریال سردارخان سیرت وايي چې متنو له قبایلي سیمې باړې او دره آدم خیل سره لګېږي او داچې هلته امنیتي ګډوډي دلته هم اغېز کړی.
XS
SM
MD
LG