د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ناټو یو هیلي کوپټر راغورځېدلی


افغانستان په خوست ولايت كې د ناټو ځواكونو يوه چورلكه يا هيلي كاپټر راغورځېدلی دی.
په خوست كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې نن غرمه د دوى يوه چورلكه د خوست د صبريو ولسوالۍ په مچۍ كلي كې غورځېدلې او د پيلوټانو مړي يې د پېښې له ځاى نه خپل مركز ته لېږدولي دي.
بلخوا د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې نن غرمه په شوې چاودنه کې د کابل بانک دوه ساتونکي وژل شوي دي، چې تر اوسه يې پړه چا پر غاړه نده اخيستي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG