د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سلیم شهزاد وژنې عجبه پوښتنې زېږولې دي.


د وژل شوي خبریال سلیم شهزاد دا انځور مشال راډیو ته ادنکرونوس په نوم خبري اژانس را استولی دی، چې ورته نوموړي کار کاوه او دا خبري اژانس اېټالیوي دی- د ۲۰۱۱ز کال د مې ۳۱مه
د وژل شوي خبریال سلیم شهزاد دا انځور مشال راډیو ته ادنکرونوس په نوم خبري اژانس را استولی دی، چې ورته نوموړي کار کاوه او دا خبري اژانس اېټالیوي دی- د ۲۰۱۱ز کال د مې ۳۱مه
ژباړه: مشال راډیو

د برېتانیې یوې ورځپاڼې فنانشل ټایمز، د وژل شوي پاکستاني ژورنالسټ سید سلیم شهزاد په اړه په خپره کړې یوه مقاله کې لیکلي، چې د هغه وژل کېدو عجبه پوښتنې راپورته کړې. د څلوېښت کالن سید سلیم شهزاد تشدد زده مړی، د دوشنبې په ورځ، په منډي بهاوالدین کې ومیندل شو. نوموړی د مې پر نهویشتمه نېټه په اسلام اباد کې وتښتول شو.

ورځپاڼه لیکي: ((د سید سلیم شهزاد د وژنې پېښه، تر هغې میاشتې وروسته، مخې ته راغلې چې د پنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثیر په اسلام اباد کې ووژل شو. سلمان تاثیر به زیاتره دا هڅه کوله چې د اورپکو ګواښونه، او په پاکستانۍ ټولنه کې د هغوي ملاتړ له نظره وغورځوي . خو سلیم شهزاد له سلمان تاثیره بېل کار وکړ. هغه په دې اړه رپورټ خپور کړ چې د پاکستان په ځېنو مهمو ادارو، په ځانګړي ډول، په پوځ کې اورپکي شتون لري. هغه په خپله دې لیکنه کې، د پاکستان یو داسې انځور وړاندې کړ چې د اسلامي سخت دریځو لاس ته لوېږي)).

ورځپاڼه د پاکستانۍ ورځپاڼې ډېلي نیوز د کارکوونکې مهجبین اسلام له خولې لیکي: ((سلیم شهزاد د دې ویلو په بدل کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې نه یواځې د پاکستان په پوځ کې د طالبانو خوا خوږي شتون لري بلکه داسې ښکاري چې د پاکستان په بحري پوځ کې القاعده هم موجوده ده)).
پاکستان: خلک د کراچۍ له هوايي ډګره د وژل شوي خبریال سلیم شهزاد تابوت وړي. د ۲۰۱۱ز کال د جون لومړۍ نېټه

سلیم شهزاد په خپله لیکنه کې دا ادعا کړې وه چې په کراچۍ کې القاعده د پاکستان د بحري پوځ پر مرکز برید تر هغې وروسته وکړ، چې د دې پوځ او القاعده تر منځ د هغو عسکرو د خلاصون لپاره خبرې اترې بریالۍ نه شوې چې له اورپکو ډلو سره، د اړیکو په تور، نیول شوي ول.

هغه ویلي ول چې د دې خبرو اترو زمینه له شمالي وزیرستان پورې اړه لرونکي د القاعده غړي عبدالصمد برابره کړې وه، او د القاعده له غوښتنو یوه مهمه غوښتنه دا وه چې له اورپکو ډلو سره د اړیکو په تور کې نیول شوي چارواکي، خلاص کړي.

د هغه په لیکنه، د خبراترو تر ناکامه کېدو وروسته، چې د بحري پوځ پر مرکز کوم برید وشو هغه د القاعده د هغې څانګې د غړو له خوا ترسره شو، چې مشري یې الیاس کشمیري کوله.

سید سلیم شهزاد تر دې وړاندې، د پاکستان پوځ هغه وخت بدنامه کړی وو چې کله یې د دې پوځ لخوا د افغان طالبانو د یوه مشر ملا عبدالغني برادر د خوشي کېدو خبر خپور کړی وو.

ورځپاڼه لیکي: ((په پاکستان کې د بشري حقونو کارکوونکي او مشران ژورنالسټان، شک لري چې د سید سلیم شهزاد په وژلو کې د پاکستان د جاسوسي ادارې آی اېس آي لاس دی)).

مقاله د پاکستان ټوډې په نامه ورځپاڼې د ایډټر عارف نظامي له خولې لیکي: (( موږ ته مالومه ده چې لږ تر لږ یو ځل آی اېس آی سلیم شهزاد ورغوښتی وو، نو له دې داسې ښکاري چې د هغوي خوښ نه وو)). خو آی ایس آی تېره اوونۍ، په نادره توګه یو بیان خپور کړ او هغه تورونه یې رد کړل چې ګواکې سید سلیم شهزاد دې ادارې وژلی دی.

ورځپاڼه زیاتوي: ((د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني د سید سلیم شهزاد د وژنې د پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی، خو بیخي لږ خلک پر داسې پلټنو باور لري. ځکه چې دا پای نه لري. او څلور کاله وړاندې د وژل شوې پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو د مرګ په اړه پلټنو لا تر اوسه مجرم نه دی په ډاګه کړی!!))
XS
SM
MD
LG