د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان د نړۍ د ترهګرو مرکز دی: فرحت تاج


شمالي وزیرستان- په دته خېلو کې د پاکستان پوځیان د ګزمې په حال کې دي. په دې مقاله کې فرحت تاج لیکلي ((شمالي وزیرستان له القاعده سره د تړلو، د دنیا د ټولو ترهګرو پیاوړی مرکز دی)). دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د مارچ په اتمه اخیستل شوی.
شمالي وزیرستان- په دته خېلو کې د پاکستان پوځیان د ګزمې په حال کې دي. په دې مقاله کې فرحت تاج لیکلي ((شمالي وزیرستان له القاعده سره د تړلو، د دنیا د ټولو ترهګرو پیاوړی مرکز دی)). دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د مارچ په اتمه اخیستل شوی.
ژباړه: مشال راډیو

له پاکستانه، په خپرېدونکې د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه ډېلي ټایمز کې شنونکې فرحت تاج ليکي: ((په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ له خوا د عملياتو تر پیلولو مخکې په دې اړه خبرې کول اورپکو ته دا اشاره ورکول دي چې هغوی خوندي ځايونو ته لاړ شي))

فرحت تاج لیکي چې په دې وروستيو کې په مطبوعاتو کې د امريکا د فشار له کبله، د پاکستاني پوځ له خوا په شمالي وزيرستان کې د آپريشن د کولو په اړه، مختلف رپورټونه راځي. په يو رپورټ کې ان دا دعوه شوې، چې په پاکستان کې خيريه ادارو ته ويل شوي، له شمالي وزيرستانه دې د ګڼو بې کوره کېدونکو خلکو د مرستې لپاره تيار وي، خو درې ورځې وړاندې داسې رپورټونه هم راغلل چې پکې ويل شوي، د پاکستان پوځ او حکومت په دې اړه هيڅ پرېکړه نه ده کړې.

په مقاله کې راغلي: ((شمالي وزيرستان له القاعده سره د تړلو، د ټولې دنيا د وسله والو، قوي مرکز دی)). ليکوالې دلته د نړۍ د بېلابېلو سيمو د میشته اورپکو په اړه د یو ځايي اوسيدونکي له خولې ليکلي: ((هلته شين سترګي هم شته، تور سترګي هم او د اسماني رنګه او نسواري رنګه سترګو والا هم)).

فرحت تاج لیکي چې له وزيرستانه طالبان، د مخالفه خلکو، د ملک پر امنيتي ځواکونو او په نړۍ کې پر بېلابېلو ځايونو بريدونه برابروي. د ليکوالې په وينا د پاکستان پوځ سيمه طالب وسله والو او يا هم د حافظ ګل بهادر په شان د پوځ طرفداره ډلو ته پريښې ده. هغه لیکي: ((که څه هم، دلته امريکا د بې پیلوټه الوتکو بريدونه کوي، خو په دې ځای کې، د پوځ له خوا هدفي عملياتو ته اړتیا ده)).

په ډېلي ټایمز ورځپاڼه کې شنونکې فرحت تاج ليکي: ((د امريکا لخوا د اسامه بن لادن تر وژلو وروسته د پاکستان پارلېمان ځان پوځ ته تسليم کړی)).

ليکوالې د پاکستان د بشري حقونو لپاره کارکوونکې، عاصمه جهانګير له خولې ليکلي: ((د پوځ او پارلېمان ترمنځ د اسامه بن لادن د وژنې د پېښې په اړه ګډ پرېکړه لیک د تشناب کاغذ حيثيت لري)). په مقاله کې راغلي چې لا هم د ملک په چارو کې د قوي لاس لرلو او په ستراتیژیکې ژورتيا کې د پوځ دلچسپي کمه شوي نه ده.

مېرمن تاج ليکي: ((په داسې حالاتو کې، په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات، په قبايلي سيمو کې د نورو عملياتو په شان بې مانا دي. دا عمليات به د ولسي خلکو حالات نور خراب کړي، او طالبان به نورو خوندي ځايونه ته لاړ شي)). په مقاله کې لیکل شوي چې په ۲۰۰۷ز کال کې، ځايي وزير قبايلو، له ازبک اورپکو سره جګړه وکړه او هغوی يې له سيمې وشړل. د ليکوالې په وينا: ((د پاکستان پوځ د ازبکو وسله والو مخه ونه نيوله، او دوی يې پريښودل چې شمالي وزيرستان ته لاړ شي او په هغه ځای کې له حقاني ډلې سره يو ځای په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو پر ضد عمليات وکړي)).

شمالي وزیرستان- د بې پيلوټه مشکوکه امریکايي الوتکې تر برید وروسته د میرامشا اوسېدونکي را غونډ شوي دي. د بې پيلوټه الوتکو بریدونه د اورپکو په نښه کولو لپاره کېږي. د ۲۰۰۸ز کال د اکتوبر میاشت.
د فرحت تاج په خبره: ((په شمالي وزيرستان کې، د عملياتو له شروع کولو وړاندې، په دې اړه خبرې کول دا مانا لري چې د پاکستان پوځ په دې اړه سنجيده نه دی)).

نوموړې پوښتنه کوي: ((آيا د دې خبرې د خپرولو مانا خو به دا نه وي چې په سيمه کې، مېشتو اورپکو ته يوه اشاره ورکړل شي چې ځانونه په خوندي ځايونو کې پټ کړئ؟))

هغه لیکي چې پوځ ولې د طالبانو پر ضد هسې غير اعلانيه جګړه نه پيلوي لکه چې دوی په کارګل کې د هند د پوځيانو خلاف کړې وه؟ د ليکوالې په وينا، دا هغه پوښتنې دي چې قبايلو ته، له طالبانو سره د جګړې او د هغوی د ختمولو په اړه پر پاکستاني پوځ، شکونه راولاړوي.

د ډيلي ټايمز ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي چې په ۲۰۱۰ز کال کې د پاکستان د جاسوسي ادارې آی اېس آی په مرسته، د کورمې اېجنسۍ له قامي مشرانو سره، دلته د حقاني د طالبانو د ډلې د مېشته کولو په اړه، خبرې اترې شوې وي. ورځپاڼه لیکي چې د القاعده د ترهګرې ډلې برخه، حقاني ډله د پاکستان د پوځي جنرالانو سره نيژدې اړيکي لري، نو کيدای شي چې هغوی لا پخوا کورمه کې ځای پر ځای شوي وي.

په مقاله کې فرحت تاج زیاتوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د پاکستان ملګري بايد تر هغې پورې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ له خوا د عملياتو وړانديز رد کړي، چې پاکستان په افغانستان کې، د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د جهادي ډلو له استعماله لاس نه وي اخيستي.
XS
SM
MD
LG