د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر طالبانو پوځي فشار د سولې د خبرو موکې برابروي: ګېټس


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس وايي پر طالبانو پوځي فشار ښايي د سولې د خبرو لپاره حقیقي موکې برابرې کړي.
نوموړي د امنیت په اړه په سېنګاپور کې یوې غونډې ته وینا کوله. هغه وویل د سیاسي خبرو او جوړ جاړي امکان کېدای شي، دومره کوټلی وي چې د پرمختګ هیلې وټوکوي. ده وویل که چېرې دوی غواړي چې د افغانستان د راتلونکې په سیاست ځای ولري نو طالبان باید له القاعده سره خپل اړیکي وشلوي او ټوله وسله کېږدي. د امریکا ولسمشر باراک اوباما له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستو د لړۍ د پیلولو لپاره، راتلونکې میاشت ايښې ده. ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ تر پایه به له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي او د دې هېواد د امنیت چارې به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG