د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریال سلیم شهزاد د وژنې پړه هیچا نه ده منلې: والسټریټ ژورنال


پاکستان: د خبریال سلیم شهزاد مړی په کراچۍ کې خاورو ته سپارل کېږي. د ۲۰۱۱ز کال د جون لومړۍ نېټه
پاکستان: د خبریال سلیم شهزاد مړی په کراچۍ کې خاورو ته سپارل کېږي. د ۲۰۱۱ز کال د جون لومړۍ نېټه
ژباړه: مشال راډیو
سرچینه: والسټریټ ژورنال


وال سټريټ ژورنال ليکي: ((د خبريال سليم شهزاد د وژنې پړه هيڅ يوې ترهګرې ډلې پر غاړه وانخيسته خو ځايي سرچينې د پاکستان استخباراتي ادارو ته ګوته نیسي)). د بشري حقونو د سازمان يو غړی شک لري چي په دې وژنه کې آی اېس آی لاس لري ځکه چې سليم شهزاد ته دوی ګواښ کړی وو، خو د استخباراتو يوه چارواکي اسوشيېټډ پريس خبري اژانس ته ويلي چي پر دوی تور بې ځايه دی.

ورځپاڼه ليکي، د شهزاد د وژنې په اړه پلټني رواني دي خو مهمه خبره دا ده چي نور خبريالان به له خطر سره مخامخ شي. په نيويارک کې د خبريالانو د ژغورنې ټولنې ويلي چې د ۲۰۰۲ز کال راهيسې ۱۵خبريالان يواځې د خپلو ليکنو له کبله وژل شوي دي. تېر کال د اتو خبريالانو تر وژنې وروسته پاکستان د خبريالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خونړی هيواد وګرځېد.

ورځپاڼه زیاتوي: ((حکومت د ولسي خلکو په ساتنه کې هم پاتې راغلی دی. ترهګرو يواځې په ۲۰۱۰ز کال کې ۲۵۴۲ کسان ووژل، او د لاقانونيت له کبله عام مجرمان په آزاده ګرځي. بلخوا د سړي تښتونې پيښې په ډېرې چټکۍ زياتې شوې دي او پوليس بې وسه دي. د پاکستان مشران د قانون او امنيت په راوستو کي ډېر پاتې راغلي او هر هغه څوک چي په واز کومي خبره وکړي، د شهزاد غوندي وتښتول شي، او تر وهلو ټکولو وروسته ووژل شي)).
XS
SM
MD
LG