د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام د بشري حقونو سرغړونه کوي


۱۳ کلن حمزه الخطیب چې د شام امنیتي ځواکونو په تشدد کې ووژل شو
۱۳ کلن حمزه الخطیب چې د شام امنیتي ځواکونو په تشدد کې ووژل شو
ژباړه:ملیحه امیرزاده

فایینانشل ټایمز ورځپاڼه د شام د حالاتو په اړه لیکي د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ هغه ټول ثبوتونه خپاره کړي چې د دوي د رپورټ تر مخه د شام په ایالت درا کې امنيتی ځواکونه په منظمه وژنه کې ککړ دي. ادارې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا باندې غږکړې چې د بشریت پر ضد د جرمونو په ترڅ کې دې ګامونو واخلي.

د ورځپاڼې په خبره دا رپورټ چې سر لیک یی دې موږ داسې ویره کله نه ده ليدلې، پکې په درا کې د امنیتي ځواکونو لخوا په مظاهرچیانو باندې د زور زیاتي د استعمال تفصیل ورکړل شوې دې.

دغه مظاهرچیان د ۱۸م مارچ راهیسې د صدر بشر الاسد پر ضد را پاڅېدلې دي، د نیو یارک د یوې ادارې په خبره په دغه سیمه کې تر اوسه په مظاهرو کې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ورځپاڼې په خبره د هیومن رایټس واچ د دعوې تر مخه دا لومړۍ ځل دی چې په جنوبي سیمه کې د روان تشدد رپورټ ورکړل شوې. چیرته چې نړیوالې میډيا او ملګرو ملتونو ته د تللو اجازه نیشته، او د ۲۵م اپریل نه د پوځي کنټرول تر لاندې سیمه ده.

د ورځپاڼې په خبره په دې رپورټ کې له ۵۰ نه زیاتې مرکې دي چې پکې په نیول شوو مظاهرچیانو د تشدد د استعمال تفصیل موجود دې. په دې کې د یو نیول شوي کس سره د جنسي زیادتي کیسه هم شته.

ورځپاڼه وایی د بشري حقونو د څار ادارې په ملګرو ملتونو باندې غږ کړې چې د شام پر ضد دې بندیزونه ولګوي او ويلي یې دي که د شام حکومت په تحقیق کولو کې پاتې راشي نو دغه کیس دې د جرمونو نړيوال عدالت ته وړاندې کړي. ورځپاڼه د منځني ختیځ لپاره د د بشري حقونوڅار (هیومن رایټس واچ( مشرې له خولې لیکي چې امنيتي ځواکونه پکار ده د خپلو خلکو د وژلو نه ودرول شي.

بلخوا د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په خبره په شام کې امنتي ځواکونو د شورو په ورځ په مرکزي ښار هامز کې 42 کسان وژلې دي چې پکې ماشومان هم شامل دي. فعالین وایی د دې نه علاوه ځواکونه او د دوي ټینکونه د تالبي سې، تییر مالې او ال راستان ښارونه ته هم د مظاهرجیانو پر ضد عملیات شورو کړي دي. د دوي په خبره د شام خلک د ټيلي فون له لارې خپل حال ورکوي. چې په سیمه کې ګیر چاپېره پوځ ولاړ دې او ګڼ شمېر خلک یی نيولې دي.

ورځپاڼه د شام سرکاري ټي د بیان له مخې وايي، په دې عملیاتو کې چې د وسله والو ترهګرو ډلو پر ضد وو، پکې ددوی ۳ سرتيري وژل شوي دي. حکومت د دې پاڅون لپاره بهرنیان او ترهګر ذمه وار بولي. ورځپاڼه د بشري حقونو یو مبارز له خولې ليکي چې په ځيني سیمو کې ټيلي فون بجلۍ او اوبه نیشته.

ورځپاڼه په دې حالاتو کې د یو ۱۳ کلن هلک حمزه الخطیب د وژلو په اړه ليکي چې ورباندې د ځواکونو لخوا د تشدد کولو ویډیو هغه هر څه ښایي چې ورسره شوي وو. خو د نړۍ لخوا په دې پېښه د سخت غبرګون وروسته د شام حکومت دا وویل چې دا د پوځیانو په ودانۍ یو برید کونکې وو چې د جهاد هڅونه یې کوله. او د ډزو په جوابي کاروایی کې و وژل شو.

ورځپاڼه وایی په شام کې د تشدد د تازه پېښو سره سم په ترکی کې له ۳۰۰ نه زیات د مخالفه ډلې فعالین چې د شام نه بهر ژوند کوي، راغونډ شوي دي چې په دې لړ کې ګامونه پورته کړل شي.

ورځپاڼه په فعالینو کې د یو له خولې ليکي چې دا په ۵۰ کلونو کې لومړی ځل دې په دومره زیات شمير کې دوي راغونډ شوي دي. ورځپاڼه وایی ترکییه د شامد یو مهم اقتصادي ملګرې دی ، نو ځکه یی حکومت د دې غونډې نه ځان لرې ساتلی دی.
XS
SM
MD
LG