د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه د وژل کیدو یوه میاشت وروسته لاهم پاکستان رغړي



ژباړه:بشیر ګواښ

ګارډين ورځپاڼه ليکي چې له اسلام اباده لږ بهر د هوايي ميدان پر سړک باندې د چاغي غرونو يو نمونه يا ماډل ايښودل شوی چې پاکستان ته د ورغلو خلکو هرکلی کوي.

دا د هغه غرونو ماډل دی چې ديارلس کاله وړاندې پکې پاکستان د خپل لومړۍ ايټمي چاودنې په کولو سره اعلان وکړ چې دوي د ايټم بم بريالۍ تجربه وکړه. له هغې ورځې تر دې دمه په ډيره پټه توګه پاکستان خپلې ايټمي وسلې زياتې کړي او دا وخت له سلو څخه زيات سرګلولو (وارهيډ )په درلودلو سره د نړۍ اوم نمبر ايټمي وسله لرونکی هیواد دی.

ورځپاڼه ليکي چې دا ايټمي وسلې درلودل د هند سره د سيالۍ لپاره دي، د وياړ يو سمبول دی او د پاکستاني پوځ چې په نيغه يا غير مستقيمه توګه يې پر پاکستان کنټرول درلودلی، قوت دی. خو د دې هر څه سره سره د امريکايانو له خوا د اسامه بن لادن له وژل کيدو او تيره هفته په کراچۍ کې د بحري ځواکونو پر مرکز د اورپکو د ۱۷ ساعته اوږد او منظم بريد وروسته پوځ د سختو نيوکو سره مخ دی چې ولې د خپل وطن د سرحدونو او د خپلو مرکزونو ساتنه نه شي کولی.

ورځپاڼه وايي دا اونۍ بيا صحافي سليم شهزاد ووژل شو چې ملګرو يې پړه په آی ، ايس، آی ورواچوله. که څه هم دا جاسوسي ادارې د شهزاد په وژنه کې لاس لرل ردوي خو بيا هم د پراخه نيوکو لاندې ده.


ګارډين ليکي چې په دې وروستيوو کې د پاکستان د پوځ پر وړاندې د خلکو غصه زياته شوي. د پارليمنټ غړو د پوځ له جنرالانو سختې پوښتنې کړي. يوه خو يې لا د آی، ايس، آی مشر شجاع پاشا ته دا هم ويلي چې هغه د جاسوسي ادارې کارکوونکو شکنجه کړی دی.

همدا راز د ورځپاڼې په وينا د پاکستاي ټي وي چينلونو هم د يو غير عادي ګام د اوچتولو په ترڅ کې پر جنرالانو سختې نيوکې کړي. د انساني حقونو لپاره کارکوونکې وکيلې عاصمه جهانګير خو د ټي وي په يو پروګرام کې پوځي جنرالان بې وقوفه وبلل او زياته يې کړه چې دوی د خپل هيواد د دفاع پر ځای د ودونو د هالونو په چلولو کې دلچسپي لري.
ورځپاڼه ليکي چې آن په پوځ کې دننه هم د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني د دوی په وينا د امريکې د بې وفايې له امله د خپلو افسرانو د سختو نيوکو لاندې راغلی.

ګارډين ليکي چې د دې ټولو خلکو د خوشالولو لپاره د پاکستان پوځ له خوا د ځينو امريکايي پوځي روزونکو بيرته خپل هيواد ته د ليږلو او ځينو نورو پروګرامونو په کمولو سره د امريکا سره همکاري کمه کړي.

په دې مقاله کې راغلي چې په کراچۍ کې د بحري ځواکونو پر مرکز له بريده وروسته داسې ښکاري چې دا هر څه له دې وجې دي چې پاکستان په افغانستان او هند کې د اسلامي ډلو ملاتړ کاوي. اوس همدغه جهاديانو خپل روزونکي پسې مخ وراړولی.

ګارډين ليکي چې د پاکستان پوځ دا مهال په نازک حالت کې دی او په دې حال کې د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ د توازن د پيدا کولو خبره راپورته کيږي خو دا ورځپانه زياتوي چې که پوځ په لږ مهارت ځان له دې حالته ویوست نو خلک به يو ځل بيا د دوی تر شا وي.
XS
SM
MD
LG