د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بره دیر کې د وژل شویو ۲۷ سرتېرو مړي راواېستل شو


دا په بره دیر کې د پاکستاني عسکرو یوه پوسته ده
دا په بره دیر کې د پاکستاني عسکرو یوه پوسته ده

د خیبر پښتونخوا په بره دیر کې د اورپکو په یوه برید کې د ۲۷ امنیتي عسکرو د وژل کېدو وروسته د پاکستاني امنیتي ځواکونه په ادعا چې د بره ول شلتلو سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او ټول شوي مړي یې راوېستلي دي.

د بره ول تاڼې اېس اېچ او شوکت د مشال ريډيو خبریال غلام غوث سره په خبرو کې ویلي چې په وژل شویو کې ۱۵ تنه د پولیس غړي او ۱۲ تنه د لېویز اهلکاران وو.

د وزل شویو امنیتي کسانو په راوېستو کې د سیمې ځايي خلکو هم له امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې.دوی وايي چې له تېرو دوو ورځو نښته روانه وه چې د بندېدو وروسته ځايي خلک هم د مړیو په راوېستو کې د مرستې لپاره ورسره ولاړ چې د دوی په خبره مړي ډېر خراب شوي وو.

د بره ول یو اوسېدونکی وايي،چې ځايي خلکو له سرکاري ځواکونو سره اوږه په اوږه د شر خوښو پر ضد جنګېدلي خو د هغوی په خبره په کومه سیمه کې چې شر رامنځ ته شوی له هغه ځایه ډېرو خلکو کډې بار کړې.

له مشال ريډیو سره په خبره کې پاکستاني چارواکو دا ادعا هم کړې چې دوی نژدې ۴۵ اورپکي وژلي دي خو ازادو سرچینو لا تر اوسه په دې اړه ځه نه ویلي.

تحریک طالبان پاکستان د مالاکنډ ډیویژن یوه ویاند ویلي چې برید د دوی کسانو ترسره کړی او وايي چې د وی یوازې دوه تنه وژل شوي.



نژدې دوه میاشتې وړاندې هم په بره دیر کې د اورپکو په یوه برید کې د پاکستان پر امنیتي عسکرو ورته برید شوی وو چې پکې ۱۳ عسکرو وژل شوي وو.

بره دیر د خیبر پښتونخوا د کوز دیر،چترال او کوهستان تر څنګ د پولې بلې غاړې ته د افغانستان له کونړ او نورستان سره لګېږي.
XS
SM
MD
LG