د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اروپا کې د ایکولای وبا




داروپا دخوراکي توکیو د ژغورلو پلټونکي لاهم هڅه کوي چې د ایکولای ( E – Coli ) بیکټریا دخوریدو سبب او کچه معلومه کړي چې له امله یې تراوسه شپاړس کسان وژل شوي او تر زرو پورې نور ناروغان شوي دي. زیاتره دا پېښې په جرمني کې مخې ته راغلي دي .

دجرمني چارواکو په لومړي سر کې ویلي وو چې دا وژونکې بیکټریا په هغو بادرنګانو کې موجوده وه چې د هسپانیا نه وارد شوي وو. خو وروسته یې وویل ددوی نورې څیړنې ښاي چې یاده شوې وبا دبارنګانو په واسطه نه وه خوره شوې.

چارواکي وايي خلک د ککړو شوو بادرنګو ، ټماټرو او دکاهو سلادو تر خوړلو وروسته ناروغه شوي وو. خو دبیکتیریا د خوریدو اصلي لامل لا هم نه دی څرګند.

دا وبا دجرمني ترڅنګ په سویډن ، برتانییا ، ډنمارک ، فرانسې او هالینډ کې هم څارل شوې ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG