د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د غیرت په نامه د ښځو وژنه دوام لري


سيد شاه سقيم ،کوټه

په بلوچستان کې يو ځل بيا غيرت په نامه دوې ښځې او دوه سړي وژل شوي دي .

وړمه شپه دوې ښځې او دوه نارينه د صوبې په بلوڅ مېشتو سيموکې له يو بل سره د جنسي اړيکو د ساتلو په تور په دوو بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي .

پوليس وايي چې لومړنۍ پېښه د صوبې په جل مګسي سيمه کې شوې ده چې پکې يو ښځه او يونارينه وژل شوي خو قاتل په تېښته بريالى شوى دى.

پوليسو په پېښه کې د وژل شوي کس نوم شاهد علي ښودلى.

د صوبې په اوسته محمد سيمه کې هم تېره شپه په يو ورته پېښه کې يو تن خپله ميرمن او خپل ورور د بدلمنۍ په تور وژلي دي.

د سيمې د پوليسو مشر محمد خان مشال راډيو ته وويل چې پېښه تېره شپه شوې ده او قاتل پوليسو نيولى دى.
(( دا پېښه تېره شپه په اوسته محمد سيمه کې شوې ده . د واحد بخش په نامه يو کس خپله ميرمن له خپل ورور سره چې د ښځې لېور کېږي د جنسي اړيکو د ساتلو په تور يو ځاى وژلى دى. پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي او قاتل يې نيولى دى. دا مهال نيول شوی کس د پلټنو لپاره جعفر ابآد سيمې ته لېږدول شوى دى. او د وژلو شويو کسانو مړي به تر طبي پلټنو وروسته خاورو ته وسپارل شي.))


خو په بلوچستان کې د بشري حقوقو د ادارې مشر حبيب طاهر خان مشال راډيو ته وويل چې د بلوڅو په ځينو سيمو کې له ډېر پخوا د غيرت په نامه ښځې وژل کېدې چې دا مهال يې د يو رواج بڼه خپله کړې ده .

دده په خبره دا مهال د صوبې په نصير اباد سيمه کې دغه پېښې زياتې تر سترګو کېږي.

(( په بلوچستان کې له ډېره وخته په ځينو سيمو کې دا پېښې روانې دي چې اوس يې د يو رواج بڼه خپله کړې ده. په ۱۹۳۲ کې د رواج په نامه یو شق راغلى وو چې په هغه کې هم د دغو رواجونو يادونه شوې وه. خو اوس خلک دغه رواج غلط کاروي. خلک د خپلو ملکيتونو يا پورونو د ختمولو لپاره دغه کړنې کوي . نن سبا چې دغسې پېښې کېږي نو په دې کې په سلو کې يوه د غيرت په نامه وي نورې ټولې د شخصي دښمنيو او غرضونو په اساس وي. دا چې د پاکستان په قانون کې د غيرت په نامه د وژلو اجازه نشته نو څوک چې هم دغه کار کوي که ونيول شي سزا يې په دار ځړول ده. ))


د يادوونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ځيني بلوڅ مېشتو سيمو کې ورته پېښې شوې څو کاله وړاندې هم په دغه سيمه کې د غيرت په نامه پېنځه نجونې ژوندۍ ښخې کړل شوې وې .
XS
SM
MD
LG