د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحیم شاه فلمي نړۍ ته راووت


بازمحمد عابد پيښور


د پښتوفلمونو هدایتکار عابد نسیم خپل راتلونکې فلم کې نامتو پښتون سندرغاړی رحیم شاه د هیرو په رول کې اخیسیی دی.

عابد نسیم د پيښور پریس کلب کې خبریالانو ته وویل، چې په پاکستانی فلمي صنعت کې به دا لومړی فلم وي چې پښتو او اردو به په کې ګډه ویل کیږي. کوم نوي فلم چې به موږ جوړوو نو غږیزه برخه به یې له نوې ټیکنالوجۍ نه برخمنه وي،‎ په رحیم شاه سربیره په کې نور نوي کرکټرونه او نوي با استعداده سندرغاړي غوره شوي دي. د فلم موسیقار رحیم شاه دی. د دې فلم ټیکنیکل کارونه به په بنکاک کې تر سره کیږي. د فلم شوټنګ به په کابل، پيښور، سکردو. لند او جرمني کې تر سره کیږي. دی زیاتوي چې کوشش به وکړي چې دا کار ډیر ژر په بریالیتوب سر ته ورسوي.٬٬

د دې راتلونکي فلم هیرو رحیم شاه وايي چې مخکې یې هم د پښتو ژبې خدمت کړی او اوس هم ترې دریغ نه کوی، ځوانانو اسعتدادونو کی تخلیقي صلاحیتونه خوندي وي. کله چې ما ته هدایتکار عابد نسیم فون وکړ او خپل غرض یې راته ووایه زه له واره پوه شوم چې سړی د کار دی او په لومړي ځل یې یوې ډیرې ښې خبرې ته پام اوښتی دی. ما ورسره ومنله او چې څومره هم کیدي شي، زه به د خپلو پښتنو خدمت کوم، خو عابد صیب ته مې دا ویلي دي چې که کلاشینکوف په دې فلم کې نه وي نو رحیم شاه کامیابه وبوله.

فلم ډاریکټر عابد سلیم د فلم د نوم له ښودولو او د کیسې په ډاګه کولو څخه ډډه وکړه خو دا چې ټولنې ته څه پیغام کې پروت دی؟ دا پوښتنه رحیم شاه دا رنګه ځوابوي، د دې فلم کیسه دا ده چې دا غلط فهمي زموږ له منځه ووځي چې دا پنجابی دی، دا سندهی دی او دا پښتون دی او نن چې زموږ د پاکستان د فلم کمپنیو څه حال دی، ټولو ته مالوم دی چې په ټپه ولاړ دی او یوازې پښتنو فلمونه اوس هم په کې جوړیږي، موږ غواړو چې په یوه نوي ګډوله شکل کې داسې یو فلم جوړ کړو چې ټول یې خپل فلم وګني.

د دې فلم ډاریکټر وايي چې د راتلونکې لوی اختر نه وروسته به د فلم په ریکارډ,لو پیل کوی چې هم هغه وخت به د فلم نوم هم په ډاګه شي
XS
SM
MD
LG