د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالان تحفظ غواړي




پنځه ورځې مخکې له پېښوره کراچۍ ته په يو موټر سايکل روان شوي دوه صحافيان د خواوشاه اتلس سوه کيلوميټره واټن وهلو وروسته د ګل په مازيګر کراچۍ ته ورسيدل.

دغه صحافيان سلمان شهزاد او محمد ولي اپريدی نوميږي ددوی د کراچۍ په پريس کلب کې د سیمه ايز خبريالانو لخوا تود هرکلی وشو.

کراچۍ ته د رسيدو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې هغوی وویل ، په دې موخه يې له پېښوره تر کراچۍ اوږد سفرترسره کړو،چې په پاکستان کې د خبريالانو ژوند ته د ورپېښو خطرونو په ضد اواز اوچت کړي ـ

خبريال سلمان شهزاد ويل چې د پېښور نه نوښار پريس کلب ،بيا اسلام اباد او لاهور پريس کلبونو دورې وکړې ،،موږ د مۍ په ۲۶مه د پېښور پريس کلب نه راروان شوي او نن دلته راورسيدو،زمونږ ددې سفر مقصد دنيا ته دا ويل دي چې زموږ صحافيان ورونه په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو او ټول پاکستان کې د انتهاي سخت صورتحال سره مخ دي ،موږ له نړيوالې ټولنې نه هيله کوو چې موږ ته تحفظ راکړي،،


دهغوي وينا وه چې د يولسم ستمبر د پېښې راورسته پاکستان کې ټولټال څلويښت خبريالان وژل شوي دي ،دې کې شپږويشت خبريالان پښتونخوا صوبه او قبايلي سيمو کې په نښه شوي دي ـاو ۱۳ صحافيان په ۱۳ مياشتو کې ووژل شو،دخبريالانو د وژنې تيزې شوې لړۍ دوی مجبور کړل چې ددې خبريالانو اواز د موټر سايکل په ذريعه د ځانګړي لاريون له لارې نړۍ سره شريک کړي ،،صحافيان خپل احتجاج د قلم په ذريعه هم کوي،د کيمرې په ذريعه يې هم کوي،د اواز په ذريعه يې هم کوي ،خوتراوسه پورې ددوي په احتجاج چا غوږ هم نه دې ګیرولی ،نوموږ سوچ وکړو چې په نوې طريقه دا احتجاج وکړو،اميد لرو چې دنيا به موږ ته تحفظ راکړي ،،

دغه سفر کې د سلمان شهزاد سره ملګري صحافي محمدولي ولي اپريدي وينا وه باوري دی چې ددوي د سفر, روسته به دوی ته تحفظ ميلاو شي ،،موږ ټول سفر په نمر کې وکړو خو چې کله کراچۍ ته راورسيدو نو موږ ته سيوری ميلاو شو ـ زه تمه کوم چې موږ ته به تحفظ ميلاو شي ،،


د پېښور نه کراچۍ ته په موټر سايکل راغلو صحافيانو وينا وه چې دوی به يو بل د موټرسايکل سفر د پېښور نه افغانستان ته کوي او په دې توګه به نړۍ صحافيانو ته د ورپېښو ستونزو څخه خبروي ـ
XS
SM
MD
LG