د لاسرسي ځای

تازه خبر

حقاني ډله د افغان جګړې یو کلک دښمن



ژباړه:فرخنده وزیر

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې جوشوا پارټلو د حقاني اورپکې ډلې په اړه لیکې، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې محفوظ ځایونه لري ، او په اړه یی داسې هم ویل کیږي، د پاکستان لخوا په افغانستان کې میشت په نړیوالو ځواکونو بریدونه کوي.

ورځپاڼه د افغانستان په مشرقې ولایت کې د امریکایي پوځ د کوماندان کرنل کرسټوفر ټونر له خولې لیکي ، حقاني ډله په دغه سیمه کې تر ټولو لویه مزاحمتي ډله ده.

د طالبانو نه په شمېر کمه او د القاعده نه لږه شهرت لرونکې دا اورپکې ډله د امریکایی پوځ لپاره په سیمه کې یو لوی مشکل لري، چې دغه د جنګ مرکز اوس د پاکستان قبایلي سیمو ته بوځي.

امریکایی پوځي چارواکي وایي، د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره یی ملګرتیا کوي، دې ډلې وړاندې د افغانستان په دریو شرقی ولایتونو کې مضبوط ځایونه لرل ، خو اوس امریکایی پوځونو د هغه ځایونو نه ویستلي دي.

د افغانستان په مشرقې ولایت کې د امریکایی پوځ د کوماندان کرنل کرسټوفر ټونر د حقانی شبکی په اړه زیاتوي، دوي طاقت او دولت غواړې، او له دغی وروستو څوکۍ هم د دوي یوه غوښتنه ده.


واشنګټن پوسټ لیکې، د حقانې ډلې جګړه مار افغانستان ته د سوداګرۍ په تاریخی لارو راغلي ، او ډیرې ناقانونه طریقې یی هم استمال کړې دي.

دغه جګړه مار په افغانستان کی تر ډیرو اونیو د جنګیدو وروستو پاکستان ته د دمې او ارام لپاره ځي. دوي په افغانستان کې کلي په کلي ګرځي او په یو کور کې د یوې شپې سیوا وخت نه تیروي.

لیکوال جوشوا پارټلو وایی ، د حقاني ډلې سره تړاو لرونکي اورپکي موبایل ټیلفونونه او ریډیو نه استمالوي،ځکه چې ددوی په فکر له دې سره امریکایی استخباراتي ادارو ته د دوي په اړه مالومات تر لاسه کیدای شي.

دحقاني تنظیم مشر جلاالدین حقاني چې په افغانستان کې څه باندې درې لسیزې جنګیدلی او دشوروي اتحاد پر ضد جګړې پر مهال یې له امريکا وسلې پيسې اخیستې ، اوس د ناروغۍ له عمله ددی ډلې یو علامتي مشر دی ، او د هغه زامن سراج الدین او بدرالدین د خپل پلار پر ځای د مشرۍ کار کوي.

په خوست ولایت کې د نړیوالو ځواکونو یو بټالین کمانډر لیفټننټ کرنل جیسي پيرسن وایي، دا ډله هڅې کوي ، په خوست کې د خپلې مخې حکومت جوړ کړي، او زیاتوی دوی نظریاتی بنیاد نه لري.


په افغانستان کې میشت امریکایی ځواکونه وایی ، د حقاني ډلی جګړه مار په پاکستان کې روزنه تر لاسه کوي، او له هغی خوا پر دوي بریدونه کوي.

تیره میاشت د امریکاد ګډو ځواکونو چیرمین ایډ مرل ماییک مولن په ډاګه د پاکستان په استخباراتي اداره ای اېس ای دا تور لګولی وو، چې دوي د حقاني ترهګر ډلې ملاتړ کوي.


ورځپاڼه د خوست ولایت د سرحدي پولیسو کوماندان لیفټننټ کرنل عتیق الله تورزن له خولې وایي، حقاني ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای یو عنصر دې، او له دې ټوله نړۍ خبر ده.

پاکستان دا ټول تورونه ردوي، او د پاکستان چارواکي وایي، په شمالي وزیرستان کې یې د اورپکو پر ضد عملیات کړي دي، چې له مینځه یې یوسي.

امریکا په شمالې وزیرستان زیات ډرون بریدونه هم ددې ترهګرې ډلې خلاف کړي دي، او کمانډر لیفټننټ کرنل جیسي پيرسن وایي، داسې مالومیږي، د حقاني جګړه مار پوره مزاحمت کوي، چې کله پټ او کله ښکاره کیږی، او د ځوابي بریدونو نه هم ژوندي ووځي.
XS
SM
MD
LG