د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوه دوستان چین او پاکستان په ټکر کې شو


لیکنه : نیویارک ټایمز

ژباړه : بوریوال کاکړ مشال ریډیو



امریکايي ورځپاڼې ً نیو یارک ټایمز ً د پاکستان او چین د ملګرتیا په اړه په یوه مقاله کې لیکي چې دوه دوستان یو له بل سره په ټکر شو. دا له هغه وروسته ده چې پاکستانیو لوړپوړو چارواکو چین ته له سفر وروسته ځینې دعوې وکړې او چیني چارواکو هغه رد کړې .

ورځپاڼه نیو یارک ټایمز لیکي ۲۰۱۱م کال په رسمي توګه د چین او پاکستان د ملګرتیا په کال نومول شوی دی . او د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني یوازې په شاوخوا یونیم کال کې درې ځله د چین سفر کړی دی.

تېره اونۍ د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې یوسف رضا ګېلاني وویل چې پاکستان او چین داسې دي لکه چې یو قوم وي خو په دو ملکونو کې ژوند کوي. او د رپوټونو له مخې چین پاکستاني وزیر اعظم ته په سوغات کې ۵۰ جیټ الوتکې ورکړې.

ورځپاڼه لیکي چې کله د پاکستان وزیراعظم له خپلو ملګرو چارواکو سره یو ځای پاکستان ته ستون شو نو له هغه سره په دې سفر کې ملګري د پاکستان د دفاع وزیر احمد مختار اعلان وکړ ، دوی له چین څخه غوښتنه کړې چې په ګوادر کې دې دوی ته د سمندري ځواکونو اډه ور جوړه کړي.

احمد مختار زیاته کړه چې دوی چین ته دا وړاندیز هم وکړ چې د ګوادر بندر د سوداګریزو عملیاتو چارې دې سمبال کړي کومې چې دا مهال د څو لسیزو د تړون له مخې د سنګاپور یوه کمپنۍ پر مخ بیایي.

ورځپاڼه لیکي ، د پاکستان د دفاع وزیر تر دې څرګندونو وروسته د تېرې سېشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې یانګ یو د یاد شوي وزارت له خوا د هغې خبري غونډې چې په اونۍ کې دوه ځله ترسره کیږي ، د هغه خبرې رد کړې او ویې ویل چې نه د پاکستان له خوا د بندرګاه سپارلو وړاندیز شوی دی او نه هم دوی منلی دی. نوموړې زیاته کړه چې د دې دورې د سفر په ترڅ کې په دې اړه له ګرسره خبرې نه دي شوې .

ورځپاڼه نیویارک ټایمز د واشنګټن په ووډرو ویلسن نړیوال مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو له کارپوه مایکل کوګل مېن له خولې لیکې ، کېدای شي چې په دې اړه هلته پر اندازو ولاړ بحث شوی وي او د پاکستان د دفاع وزیر احمد مختار په هغه سم پوه شوی نه وي.

مایکل کوګل مېن زیاتوي دا وخت د پاکستان په حکومت کې بیخې ډېره نا اهلي لیدل کیږي.

ورځپاڼه لیکي ، نورو خلکو ته داسې ښکاره شوه چې احمد مختار امریکا ته د داسې یو بې نزاکته پیغام ورکولو هڅه وکړه چې که چیری له واشنګټن سره د دوی اړیکي سم نه شوې نو له دوی سره نورې لارې هم شته .

نیویارک ټایمز زیاتوي چې له امریکا سره د اړیکو په جاري ساتلو کې د پاکستان ګټه ده. هغه ځکه چې امریکا دوی ته د ترهګرۍ ضد مبارزې په ترڅ کې د مرستې په بدل کې په اقتصادي او پوځې برخو کې په اربونو ډالر ورکوي .

خو چین له لومړۍ ورځې راهیسې په سیاسي ، اقتصادي او پوځي برخو کې د پاکستان تر ټولو نژدې او لوی ملګری پاته شوی دی. او په ګوادر کې د پاکستان د یوازیني بندرګاه په جوړولو کې یې له پاکستان سره د پام وړ مرسته کړېده.

چین د خپل اوږد مهاله سیال هند په وړاندې پاکستان ته د خپل سټرېټېجیک ملګري په توګه ګوري او له پاکستان سره پر شمالي پوله د سینک یانګ په سیمه کې د اسلامي بېلتون غوښتونکو پر ضد په جګړه کې د پاکستان مرستې ته اړتیا لري .

ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي ، د ډېرو څېړونکو په فکر چین غواړي چې د پاکستان او امریکا تر منځ له کړکېچ څخه ګټه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG