د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ،پاکستان ته د مرستو ډاډ ورکړی




د امريکا بهرنيو چارو وزيره ميرمن هيلري کلنټن په ناڅاپي سفر د پاکستان سر ښار اسلام اباد ته رسېدلې ده. او ددغه هیواد چارواکو ته یې د مرستو جاري ساتلو ډاډ ورکړی.

ميرمن هيلری کلنټن چې د امريکايي ځواکونو مشر ايډمرل مايک مولن هم ورسره سفر کوي له پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري،وزیراعۍم یوسف رضا ګیلاني او له پوځي مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني سره لیدلي دي.

میرمن کلنټن ولسمشر زرداري او نورو چارواکو ته وویل چې امریکا او پاکستان ټینګ اړيکي لري او ددغه هیواد مرستې به جاري ساتي.

میرمن کلنټن او مایک مولن پاکستاني چارواکو ته دا هم وویل چې د امریکا ګټو ته په پام سره دې د وسلوالو اورپکو ډلو پټنځایونه ،چې په افغانستان کې پر امریکايي او نړیوالو ساله ساتو او افغان ځواکونو بریدونه کوي له مینځه یو سي. د دې نه وړانډی ميرمن هيلری کلنټن په پيرس کې ویلی وو چې پاکستان سره د اوږی مودی اړيکو درلودو هليه لرې.
XS
SM
MD
LG