د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ډاکټرانو ستونزه لا نه ده هواره شوې



خدای نورناصر کوټه

په بلوچستان کي دځوانانوډاکټرانوترهړتال وروسته مشرانو ډاکټرانوهم ددوی په حمایت کي له ننه دهړتال اعلان کړی. ددې صوبې ځوان ډاکټران له تېري يوه نیمي میاشتي راهیسي په هړتال دي.

د څوان ډاکټرانو اتحادیې ډاکټرکمال خان مندوخیل وايي، د خپلو تنخواګانو د زیاتولو په موخه دوی له تېرې يوه نیمې میاشتې راهیسي پر هړتال او اوس یې حق کې مشرانو ډاکټرانو هم د ملاتړ اعلان کړی.
د ملاتړ په اړه دپاکستان میډیکل ایسوسي ایشن دبلوچستان صوبې جنرل سیکرېټري ډاکټرافتاب کاکړ وویل ، زموږ دټولوغوښتنه يوه ده. دټولي صوبې په سرکاري اوله کوټي ماسوادټولوښارونوپه شخصي روغتونوکي هم هړتال دی٬٬
که څه هم شخصي روغتونونه به هم په نوروښارونوکي تړل شوي وي. خودکوټي شخصي روغتونونه به بیاهم په دې هړتال سربېره خلاص وي.
ددې صوبې اوسېدنکي په ډاکټرانوتور لګوي، ددې لپاره چي ډاکټران په شخصي روغتونوکي ډېري پیسې ترلاسه کړي، په سرکاري روغتونوکي يې دهړتال اعلان وکړ.

خو په دې اړه ډاکټرافتاب کاکړوايي، چې ډاکټران دشخصي روغتونونو مالکان نه دي. او هغه نشي کولی چي له شخصي روغتونونوڅخه هم هړتال پیل کړي.
بلي خواته دبلوچستان د صحت وزیر وايي دډاکټرانوداهړتال ښه کارنه دی، اوزیاتوي دوی ترخپله وسه هڅې کړې چي ددوی غوښتني دخبرو له لارې ومني، وزیر عین الله شمس زیاتوي ،””موږهروخت ډاکټرانوته ددوی دغوښتنوپه اړه له دوی سره دخبرولپاره وخت ورکړی. اودده په ویناله نوروصوبوڅخه يې پلان راغوښتی چي هلته ډاکټرانوته څومره میاشتنۍ تنخوا ورکول کېږي. هغه به وګورو او بیا به ددې پرېکړه وکړو چي څه ډول ددوي داستونزه هوارولی شو.٬٬

دبلوچستان دډاکټرانوغوښتنه ده، په میاشتني معاش کي دي يې دنوروصوبوله ډاکټرانوسره سم زیاتوالی وشي.او ددوي دتحفظ لپاره دي خصوصي ګامونه پورته شي.
XS
SM
MD
LG