د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن او اسلام اباد دې د پاکستان اټومي وسلې خوندي کړي


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د امریکا له ولسشمر باراک اوباما سره
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د امریکا له ولسشمر باراک اوباما سره
لیکنه :فارن پالیسي مجله کپیل کومارېډي
ژباړه : فرخنده وزیر


په فارن پالیسي مجله کې کپیل کوماریډي د پاکستان د حالاتو په اړه لیکي، په پاکستان کې داسې ښکارې، چې دغه هیواد د ځان سره په جنګ دی.په تیرو ورځو کې د پنجاب د ګورنر سلمان تاثیر وژنه دا څرګندوي، چې په پاکستان کې د مینځ لارو او مذهبي توندلارو تر مینځ اختلافات څومره ژور کیدای شي.

د مۍ په دویمه نیټه د اسامه وژنه او په ۲۲ مۍ په کراچۍ کې د سمندري پوځ پر اډه وسلوال برید نه څرګندیږي، چې د دغه هیواد د امنیت وضع څه رنګ ده.

په پاکستان کې وسلوالو طالبانو د کراچۍ په پوځي اډه د حملې پړه منلی، او دا یی هم ویلي، چې دغه برید یی د اسامه بن لادن د مرګ په عکس العمل کې کړی.

لیکوال وایی، د پوځ په داسې اډه حمله ښکاره کوي، چې ایا د پاکستان پوځ به د خپل ملک حفاظت په ښه شان وکړی شې، او دوي به خپلې ایټمې اثاثې محفوظې اوساتې او که نه، دا یوه مهمه پښتنه ده.


داسې ویل کیږي، چې پاکستان ایټمې وسلې جوړول له هغې وروستو پیل کړ، چې کله هند د ایټمې وسلو تجربې وکړې، خو په اصل کې دا د مشرقي پاکستان د بیلیدو نتیجه د ه ، چې اوس بنګله دیش نومیږي.

په هغه وخت کې ذولفقار علي بوټو د ایټمې وسلو په جوړولو کې دلچسپي لرله ، او ددې لپاره یی د اسلامې هیوادونو لکه لیبیا نه هم د مالې مرستو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان نه په یو ایټمې طاقت جوړولو کې ددغې هیواد ساینسدان عبدالقدیر خان هم مهم رول لوبولی دی، د چا په اړه چې دا هم ویل کیږی، د ایټمې وسلو په جوړولو کې یی د ایران ، عراق، شمالې کوریا او شام سره هم مرستې کړې دې.

په ۲۰۰۵ کال کې په امریکا کې د ډلیزه وراني ایټمې وسلو د استخباراتو د یو کمیشن رپوټ وایی، القاعده د پاکستان د ځینو ساینسدانانو سره د ایتمې وسلو د جوړولو لپاره رابطې کړې وې.

لیکوال کپیل کوماریډي وایي، په تیرو وختونو کې طالبانو په یو شمیر پوځې ځایونو حملې کړې دې. ایټمې وسلو اګر چې د پاکستان نه ایټمې طاقت جوړ کړې ، خو سیکیورټي یی نه ده ورکړې. او بایید واشنګټن او پاکستان پر دې هم فکر وکړې، چې څه رنګ د پاکستان ایتمې وسلې خوندي وساتل شي.
XS
SM
MD
LG