د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د اټومي چاودنې جوګه کېدا ی شي.ای اې اي اې


د ایران په بوشیر کې اټومي بټۍ
د ایران په بوشیر کې اټومي بټۍ
لیکنه نیویارک ټایمز

ژباړه ډاکټر فریده هوډ



د اټومي انرژۍ څارنې نړیوالې ادارې داسي یو سند خپور کړي چې پکې یې د ایران د اتمي پروګرام په اړه له نویو معلوماتو پرده پورته کړي .

دا ادره وايي که څه هم ایران په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د څه وخت لپاره خپلې اټومي هڅې بندي کړي وې خو اوس پر داسي وسیلې کار کوي چې ورباندي اټومي بم چاودیدای شي.


د امريکايی نیویارک تایمز ورځپاڼې په وینا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په خپل نوی راپور کې چې نهه مخه لري د ایران د اتمي پرمختګونو په اړه معلومات خپاره کړې دي .

دې ادارې نه دې ویلي چې دا شواهد یې له کومه کړي او په اړه یې ډیر جزییات هم نه دې وړاندي کړي .

د نیویارک تایمز د راپور له مخې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې نوي معلومات ښیې چې ایران د کمپیوټرې وایرس ، ستکس نېټ څخه هم د خلاصیدو په لور روان دي .

دا وایرس دوه کاله مخکې د لومړې ځل لپاره د ایران د اتمي سونګ موادو د ځپلو لپاره ددې هیواد د کمپوټری سیستم ځینو برخو ته لاره موندلې وه .

نیویارک ټایمز د روان میلادې کال په لومړیو کې راپور ورکړي وو چې متحد ایالات ، اسراییل او یو شمیر نور اروپايي هیوادونو ددې وایرس په خورولو کې برخه درلوده .

د اسراییل وزیراعظم ، بینیامین نتنیاهو ، پرون د ګل ورځ د کانګرس په یوې ګډې غونډې کې له امریکایانو وغوښتل چې د ایران د اټومي مرکزونو پر ضد د اټومي اقدام لپاره د ګواښونو مسله له نظره ونه غورځوي .
نتنیاهو زیاته کړه چې پر عراق د امریکا تر حملې وروسته ایران د احتمالی پوځې اقدام له ویری په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په موقته توګه د لومړی ځل لپاره خپل اټومی پروګرام وځنډاوه .

د نیویارک ټایمز د مقالې په حواله د امریکا او اسراییل د مقاماتو د اټکل له مخې ایران د اتمي بم له جوړولو لږ تر لږه یو او یا هم څو کلونه لری دی .

ایران وايي چې اټومي پروګرام یې یواځې د بریښنا د ترلاسه کولو لپاره دی خو ډیر لویدیځ هیوادونه په دې اند دې چې ایران په پټه د اټومې وسلو د جوړولو تابیا کوي .
XS
SM
MD
LG