د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهکري د ټولې سیمې لپاره خطر دی


AFGHANISTAN, Kabul : NATO Secretary General Anders Fogh Rasmussen (2L) gestures during a joint press conference with Afghan President Hamid Karzai (R) at the Presidential palace in Kabul on May 24, 2011
AFGHANISTAN, Kabul : NATO Secretary General Anders Fogh Rasmussen (2L) gestures during a joint press conference with Afghan President Hamid Karzai (R) at the Presidential palace in Kabul on May 24, 2011
د ناټو عمومي منشي وایي، چې د افغانستان لانجه له پوځي لارې نه شي هوارېدی او د دولت له وسله والو مخالفانو یې وغوښتل، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

اندرې فوغ راسموسن له ولسمشر حامد کرزي سره له خبرو وروسته پرون په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که وسله وال طالبان په دې فکرکې وي، چې په تشدد به بری ترلاسه کړي نو یواځې به خپله ناکامی وویني، هغه وویل،د افغانستان دښمنانو ته زما پیغام واضح دی. که تاسو د تشدد لار ته دوام ورکړی، بریالیتوب به ترلاسه نه کړی بلکې یواځې به خپله ماته ووینی. اوس د دې وخت دی چې د سولې لار خپله کړی.″

د ناټو عمومي منشي په دې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د لانجې یواځنۍ حل لاره سیاسي روغه جوړه ده او طالبانو ته نن دا فرصت برابر دی، چې وسله پرځمکه کښیږدي.

هغو وروستیو راپورونو ته په پام سره، چې ویلي یې وو، د طالبانو مشر ملاعمر په عملیاتو کې وژل شوی، راسموسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ملاعمر ژوندی وي،نو ایا له هغه سره به د یوه دښمن په توګه چلند کیږي او که هغه هم د سولې په پروسه کې برخه اخیستلای شي.په ځواب کې راشموسین وویل، د سولې د خبرو لپاره واضح چوکاټ جوړشوی دی.

لومړی، دغه پروسه باید په خپله افغانان پرمخ یوسي، دا ډيره مهمه ده او دوهم، هغه کسان یا ډلې چې له دغه بهیر سره یوځای کیږي، باید له ترهګرو شبکو سره اړیکي وشلوي، له تشدده لاس واخلي او په بایله کې هغوی باید د ښځو د حقونو په ګډون د افغانستان د اساسي قانون د ابتدایي اصولو درناوی وکړي.″

راسموسن دغه راز وویل، چې په افغانستان کې د سولې بهیر په دې وروستیو کې چټک شوي او زیاته یې کړه، چې یواځې په څو وروستیو میاشتو کې له ۱۷۰۰ زیات وسله وال مخالفان د سولې له بهیر سره یوځای شوي، چې یوه دریمه برخه یې یواځې تیره اونۍ وه.

د ناټو عمومي منشي دغه راز وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال لپاره تیاری ښه روان دی او دغه بهیر به له پلان سره سم په ټاکلو سیمو کې عملي شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم یوځل بیا پروسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نور د خپل هیواد له ورانولو او د هیوادوالو له وژلو لاس واخلي او بېرته دې خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

کرزي اسلام اباد ته نژدې د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژلو ته په اشاره وویل؛ چې طالبان باید د هغه له وژلو یو درس واخلي او زیاته یې کړه بهرني پټن ځایونه موقتي دي.

د اسامه بن لادن وژل کیدل باید هغو افغانانو ته چې د طالبانو په لیکو یا نورو ډلو کې دي او د خپل هیواد په مقابل کې جنګیږي دا پیغام ورکړي چې پټن ځایونه دایمي نه دي او یوه ورځ به داسې څه پیښیږي، چې دوی یې توقع نه لرله.

اوس دوی ته د افغانستان خلک دا فرصت ورکوي، چې خپلو کورونو ته ستانه شي او د خپل هیواد د رغولو، سولې او ثبات په هڅو کې برخه واخلي.″

د ناټو عمومي منشي او افغان ولسمشر دواړو په دې ټینګار وکړ، چې ترهګري د سیمي او ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی.

دوی دغه راز له پاکستانه هم غوښتنه وکړه، چي د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه په صادقانه ډول پرمخ یوسي
XS
SM
MD
LG