د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پولیس تاڼه باندې ځانمرګي برید ۹ تنه وژلي او ۳۰ ژوبل


نن سهار د پېښور د سي آی ډي پولیس تاڼه په برید کې نهه پولیس او نژدې ۳۰ تنه نور ژوبل دي.دا تاڼه چې له ګورا قبرستان سره نژدې ده او په خوا شا کې یې د امریکا کونسلېټ،د پاکستان پوځي چاوڼۍ او په ګاوڼد کې د هوابازانو روزنیز مرکز او بل لور ته یې د پېښور هوايي ډګر دي.

د پيښې په اړه په پیښور کې ایس ایس پی آپریشن اعجاز احمد خان مشال ریډيو ته وویل،چې یوه ځانمرګي بم بریدکونکي له بارود ډک ګاړۍ د تاڼې له ودانۍ سره جنګولی چې له امله یې ودانۍ په بشپړه توګه تباه شوې .

د خیبر پښتونخوا سینیر وزیر بشیر احمد بلور د پېښې ځای ته ورغلی او له خبریالانو سره په خبرو کې یې ويلي چې ، دا يواځې د سي آی ډي پولیسو دفتر دې چې پکې ۲۰ یا ۲۵ کسان کار کوي . کوم داسې لویی هدف نه و.په چاؤدنه کې تقریبا ۳۰۰ کلو چاودېدونکې مواد استعمال شوي دي. د موټر انجن درې نیم سوه فټه پورې لرې پریوتې ده. چې ویل کیږي کیدای شي شاهزور ګاډې و. د ځانمرګي برید کونکي د بدن برخې نه دي تر لاسه شوې یواځې یوه ګوته یی په لاس راغلې ده.

دا پيښه په کراچۍ کې د سمندري ځواکونو په مرکز د وسله وال برید نه درې ورځې وروسته مخې ته راغلې دې، چې اورپکو طالبانو یی پړه په غاړه اخیستې وه او د اسامه بن لادن د مرګ غچ یی بللې و .
XS
SM
MD
LG