د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د اټومي شتمنیو په اړه اندېښنې


د باکستان په خوشاب کې د اټومي بټۍ د مصنوعي سپوږمکۍ تصویر
د باکستان په خوشاب کې د اټومي بټۍ د مصنوعي سپوږمکۍ تصویر
رویټرز خبري اژانس لیکي په کراچۍ کې د پاکستان د بهري پوځ پر اډه د اورپکو برید د دې ملک د ایتمي وسلې په اړه اندېښنې را پورته کړې دي. اورپکو په ۲۰۰۹م کال کې هم په راولپنډۍ کې د پوځ پر لویو دفترونو برید کړی وو چې له امله یې د لویدیځ مشران په دې اړه اندېښمن شوي وو چې اورپکې به د ایټمي وسلو ځینې مواد او یا هم ټولې وسلې ترلاسه کړي.

رویټرې خبري اژانس په لومړۍ پوښتنه کې لیکي چې د پاکستان د ایټمي وسلې د خوندیتوب په اړه دریځ څه دی؟

په ځواب کې لیکي امریکايي ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۰۹م کال کې ویلي وو چې دی د پاکستان د ایټمي وسلې د خوندیتوب په اړه ډاډمن دی خو د دې ملک د کمزوري حکومت له امله په مجموعي توګه په دې ملک کې د حالاتو په اړه جدي اندېښنې لري.

خو د رویټرز په لیکنه ، په ایبټ اباد کې یوه پوځې مرکز ته نژدې د القاعده د مشر اوسامه بن لادن وژل کېدو نه یوازې داسې اندېښنې راپورته کړې چې د پاکستان په پوځ او یا استخباراتو کې ملګري درلودل بلکه له د دې امکلن شته چې په هغو کسانو کې هم د القاعده خواخوږي وي چې د پاکستان د ایټمي وسلې ساتنه کوي.

رویټرز خبري اژانس دویمه پوښتنه د پاکستان د دریځ لیکلې ده.

په ځواب کې لیکي ، پاکستان د داسې وېرو په اړه په غبرګون کې وایي چې د دوي ایټمي وسلې بلکل خوندي دي او دا ویرې بې ځایه او بې بنسټه دي.

ډېر پاکستانیان په دې نظر دي چې د امریکا لوی هدف د پاکستان د ایټمي وسلې ضبطول دي او د څېړونکو په وینا د پاکستان د ایټمي وسلې د ناخوندیتوب په اړه د امریکا اندېښنې سازشي نظریو ته وده ورکوي.

رویټرز په دریمه پوښتنه کې لیکي چې د پاکستان ایټمي وسلې د چا په واک کې دي؟

په ځواب کې لیکي ، پاکستان د خپلو ایټمي وسلو په اړه مالومات نه ورکوي خو څېړونکي وايي چې پاکستان له شپېتو څخه تر یو سل شلو ایټمي وسلې لري.

رویټرز لیکي ، د پاکستان ایټمي وسلې د دې ملک د سټرېټېجیک پلانز ډیوژن په واک کې دي. او پاکستان وايي چې داسې هیڅ موقع نشته چې اورپکې دي د دې ملک ایټمي وسلې ترلاسه کړي.

رویټرز لیکي د سټرېټېجیک پلانز ډیوژن څارنه د لوړ پوړو چارواکو داسې یوه ډله کوي چې سربراه یې ولسمشر دی او په نورو کې وزیراعظم ، د کابینې مهم غړي ، د پاکستان د پوځ مشران . دوي د ایټمي وسلې ټولې چارې لکه پرمختګ او د اړتیا په صورت کې د کارولو چارې سمبالوي.

په څلورمه پوښتنه کې رویټرز لیکي چې د پاکستان ایټمي وسلې چیري دي؟

بیا لیکي ، پاکستان هغه ایټمي وسلې چې د توغندیو له جنګي الوتکو په وسیله کارول کیږي په داسې پټو خوندي ځایونو کې ساتلي دي چې د څېړونکو په وینا زیاتره یې په پنجاب صوبه کې دي.

او د ایټمي وسلو نورې اسانتیاوې لکه دکهوټه ایټمي وسلو لیبارټرۍ بیا له پلازمینې اسلام اباد سره خوندي دي.

رویټرز خبري اژانس په خپله وروستۍ پوښتنه کې لیکي چې د دې ایټمي وسلو ساتنه څوک کوي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې لیکي پاکستان د خپلو ایټمي وسلو د اسانتیاو د حفاظت لپاره لس زره عسکر لري او هم دا ډول سټرېټېجیک پلانز ډیوژن خپله ځانګړې استخباراتي شبکه لري. هغه کسان چې هلته کار کوي له سیاسي ، اخلاقي او مالي پلوه تر سخته څارنه وزي او بیا هلته ځي ، هم دا ډول په دې ډېره حساسه سیمه کې کارکوونکي دوه زره ساینس پوهان هم تر کلکه امنیتي څارنه لاندې وي.
XS
SM
MD
LG