د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني د طالبانو او امریکا ترمنځ د پټو خبرو کوربه



نقیب الله متونوال خوست

د رسنيو له مخې د جرمني شپېګل مجلې خبرورکړی، چې دامریکا او طالبانو ترمنځ پټې اومستقیمې خبرې شوي چې لومړي ځل یې په قطر اوبیا په جرمني کې شوي دي.

افغان چارواكي او د چارو كارپوهان وایې، چې بهتره به دا وي، چې د سولې لپاره كيدونكې ټولې خبرې اترې منظمې او د سولې عالي شورا سره په همغږیتوب ترسره شي.

د شپېګل د خبرله مخې دافغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مایکل شټاینر ویلي، چې د دغو خبرو اترو وروستی پړاو د روانې مې میاشتې په اوومه او اتمه نېټه په جرمني کې ترسره شوی.

د رسنيو له مخې شپېګل زیاتوي، چې له دې وړاندې هم دامریکا او طالبانو ترمنځ درې ځله پټې مستقیمې خبرې شوي چې لومړي ځل یې په قطر اوبیا په جرمني کې ترسره شوي.


په دې اړه د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین وایې، چې دا د طالبانو لویه غوښتنه ده، چې د امریکایانو سره مستقیمې اړیکې ونیسي او ورسره خبرې وکړي.

نوموړی زیاتوي چې، په دې خبرو د سولې عالي شورا نه ده خبره، خو په نهایت کې به ټولې خبرې د سولې عالي شورا لخوا تائید او تصویب کیږي.
مولوي عطاالله لودین وایې، چې د سولې لپاره چې هرګام اخیستل کیږي دوی یې هرکلی کوي.
نوموړی زیاتوي ،دسولې په رابطه چې څومره خبرې ترسره کیږي تاید او تصویب به یې دسولې عالي شورا لخوا کیږي خوبهتره به دا واى، چې دا خبرې د سولې عالي شورا په منځګړتوب ترسره شوي وای مونږکومه ملاحظه نلرو ، مونږ په افغانستان کې دتل پاتې سولې لپاره کار کوو٬٬
دولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي هم وایې چې بهتره به دا وي، چې د سولې لپاره ټولې خبرې اترې منظمې او د سولې عالي شورا سره په همغږیتوب ترسره شي.
خواصي وویل ،امریکا نه باید په خپل سر دا ډول خبرې وکړي ځکه په افغانستان کې یو نظام دی او د دې خبرو لپاره د سولې عالي شورا جوړه شوي. که دا ډول په خپل سر خبرې ترسره کیږي د افغانستان استقلالیت ترپوښتنې لاندې راولي٬٬
خو د چارو یوتن کارپوه وحید مژده وایې، چې باور نه لري دا ډول خبرې به ترسره شوي وي. که چېرې ترسره شوي وي نو امریکا اوجرمني یې باید تصویرونه هم رسنیو ته وړاندې کړي.
ده وویل ،دغه خبرې چې دشپېګل مجلې رااخیستي په دې معنی دي، چې امریکا افغان دولت او د سولې عالي شورا ته په درنښت نه دی قایل او دوی په خپله غواړي خبرې وکړي، خومهمه دا ده چې داښکاره شي، چې په ریښتیا هم داخبرې شوي او که شوي تصویرونه یې ښکاره شي٬٬
که څه هم وسله وال طالبان دا ډول راپورونه ردوي خویوڅه چې مهم دي داسامه په وژل کیدو د سولې او جګړې دواړو خبرې ګرمې شوي او خلک یې په ګنګس حالت کې واقع کړي اونه پوهیږي، چې حالات په کومه خوا روان دي.
XS
SM
MD
LG