د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر بندر چین ته په سپارلو سیاسي غبرګون



نیازموسی خیل،کوټه

د پاکستان د دفاع وزیر،چوهدري احمد مختار د چین له دورې وروسته خبریالانو ته ویلي چي دوي به د ګوادر بندر چین ته ور کوي.

د ده په وینا،دا وخت د ګوادر بندر ټېکه له سنګاپور بندر سره ده او راتلونکې کال د ختمېدو وروسته به نوی تړون له چین سره کېږي.

د ایبټ آباد له پیښي وروسته چین ته د پاکستان د لوړپوړو چارواکو تګ او په خاصه توګه د ګوادر بندر چین ته سپارل،امریکا ته کوم پیغام دی که څنګه؟

څیړونکۍ،اُستاد او پر نړیوالو چارو ژور نظر لرونکۍ،اکبر ناصر وايي ،٫٫بظاهره خو هم داسي مالومیږي.که وکتل شي چې د ایبټ آباد پیښې د رامنځ ته کېدو سمدستي وروسته ، وزیراعظم ګیلاني چین ته ځي.هلته یو له بل سره وعدې او معاهدې کیږي او بیا د ګوادرپروژه چین ته ورکولو خبره کیږي.ممکنه ده چي دا امریکا ته یو پیغام وي،چي چین زموږ پلوي کوي او که چېري دا ایبټ آباد غوندې پېښه به کېږي ،نو موږ هم بیا څه کوی شو.٬٬

اکبرناصر زیاته کړه،چي پاکستان غواړي چین خپل ملګری کړي هغه ځکه چې چین د امنیت شورا غړی دی د پاکستان په فکر، په را تلونکي کي په امنیت شورا کې چین د پاکستان د مرستې لپاره ډېر ارزښت لري.ولي چي چین په سلامتي کونسل کي یو ٫٫ویټوپاور٬٬ لري.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ مینګل ډلې مرکزي مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړۍ عبدالروف مینګل وایي، چي د بلوڅانو د خوښۍ او مرضۍ نه پرته هره پریکړه دوی ته منلو وړ نه ده. دی وايي،٫٫موږ مخکي هم ویلي وو او اوس بیا وایو چي د بلوچستان د هره یوه کاڼي خاوند ددې ځای ولس دی.دا نه دمرکزي حکومت ملکیت دۍ او نه یې موږ و چا ته ورکول غواړو.په نړۍ کي چي چېري هم ولاړ شی او چېري هم نړیوال قانون و ګوری،د هري مځکني پریکړي تر شا د هغه ځای د اوسیدونکو خوښه لازمي وي.ترڅو چي د بلوچستان خلکو پخپله پریکړه نه وکړي،تر هغه وخته نه په چین،نه له سنګاپور سره او نه هم د پاکستان مرکزي حکومت دا بندر کامیابه کولای شی.٬٬

تیره ورځ د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم ریساني هم دا ویلي وو چي دوی ددې اعلان مخالفت کوي چې د ګوادر بندر دې چین ته وسپارل شي.د دهړ په وینا،باید چي له نوې سره په دې لړ کي سلا مشوره وشي او د هغوی خوښه مالومه کړل شي.

په بلوچستان کې لا دوړاندې بلوڅ ملتپاله ډلې د پاکستان له مرکزي حکومت سره د صوبې د وسایلو پر سره په ښخړه دي او غواړي چې پر قدرتي وسایلو دې د دغه صوبې خلکو ته لازیات واک او اختیار ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG