د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشکوکه چیچن اوسېدونکيو وژل اودخلکواحتجاج



خدای نور ناصر مشال ریډیو

د مې میاشتې پر اولسمه نېټه د ګل ورځ د کوټې خروټ آباد خیزۍ څلورلاره باندې د پنځه تنه مشکوکه چیچن اوسېدونکو د وژنې پر ضد دهمدې سیمي خلکو احتجاج کړی

. دسیمي دخلکوپه ویناوژل شوي کسان بې ګناه وو. اوپولیسوته دپیسونه ورکولوپه خبره ووژل شوو. دخیزۍ په لسګونواوسېدونکيو دکوټي پریس کلب مخي ته لاریون وکړ.اودپولیسواو ملیشاځواکونوپرضديې نارې وهلې .

احتجاجیانو ویل هغه څه چي دپولیس او ملیشاځواکونوله خواویل کېږي، حقیقت نه ، بلکې ددوي په ویناحقیقت ترپشولاندي کېږي.
يوه سپین ږیري زبیر مشال راډيوته دهغې ورځي د پېښې حال داسي ورکړ؛ داکسان له افغانستان څخه کوټي ته راغلي وو. او دلته په دې څلورلاره پولیسوترې پيسې غوښتې. دوي له پولیسوڅخه دبچ کېدولپاره دملیشاځواکونوپوستې ته ورغلل. نوپولیسوپرې ږغ وکړ چي ځانمرګي بریدکوونکي دي، وويې وژنی.٬٬

دهمدې سیمي يوه بل اوسېدونکي عبدالحیات بازیي لاریون ته دویناپروخت ادعاوکړه،داکسان مشکوک چیچن نه، بلکې پښتانه وو. دده په وینادغومیرمنواونارینه و پښتوداسي په رواني سره ویله لکه موږ چي يې وايو. دبازيي په وینا وژل شوي کسان ترپېښي مخکي يوساعت ددوي په کلي کي ګرزېدل.”داکسان زموږ په کلي شاوخوا يو ساعت له پولیسوڅخه د سرپنا لپاره ګرزېدل. دوي دلته ټول په يوه جمات ننوتل او هلته يې لمونځونه وکړل. کورپه کورداوبوڅښلولپاره ګرزېدل.اوپه خپلوپښويې چي زخمي وې، مرهم تړل
دخیزیي اوسېدونکيوادعاوکړه په همدې څلورلاره چي پېښه په کي شوې، هره ورځ دملیشاځواکونواوپولیسوغړي له خلکوڅخه په غیرقانوني توګه پيسې اخلي. اودوي په بیابیاوویل داپېښه هم دپيسونه ورکولوله امله مخي ته راغله.
بلي خواته تردې پيښي دوه ورځي وروسته تیرماښام سي سي پي او داود جونیجورسنیوته راڅرګندشو.خوبیا يې هم دخبریالانودډېروپوښتنوځواب ورنه کړ، اودخبري غونډي له منځه ولاړ.

په ماښامنۍ خبري غونډه کي دکوټي دپولیسومشرډېری نوري داسي خبري وکړې چې د لومړۍ ورځي له خبرو سره يې ډېرفرق درلود

. داود جونیجووویل، زه دپېښي په ځاي کي نه وم. خونه يواځي مشال ته بلکې ډېری نورورسنیوته جونیجوپه هم اغه وخت دپېښي پرځاي خبرې کړې وې. جونیجوبیاهم وویل، داکسان په ډزو نه، بلکې له چاودني څخه وژل شوي.

خودبي ایم سي روغتون يوه ډاکټردنوم نه شوولوپه شرط وايي، ټول وژل شوي کسان د ډزو په ترڅ کي وژل شوي .

دبولان میډيکل روغتون ډاکټرانونن دجمعې په ورځ د وژل شویوکسانو پوسټ مارټم رپوټ جاري کړ. په دې پوسټ مارټم کي ویل شوي په دې پيښه کي وژل شوې يوه میرمن امیدواره وه، او وژل يې په ډزو شوي.

په دې برسیره چي دبلوچستان دوزیراعلی له خواددې پېښي دپلټنولپاره ديوې خصوصي کمېټۍ دجوړېدواعلان شوی.

د بشري حقوقو ډلې هم ددې پېښي دپلټنولپاره ديوې کمېټۍ اعلان کړی. دبشري حقوقود کمیشن ديوه مشرمصطفی نوازکهوکهرپه وینادپولیسوپه موقف کي بدلون ددې لامل دی چي دوي به هم له خپله پلوه ددې پېښي په ازاده توګه پلټني کوي.

بلي خواته دپولیسوسرچینومشال ته وویل ددې پېښي ذمه واره پولیس چي په دې کسانويې دځانمرګونوم ایښی وو، نیول شوی، او دپلټنولپاره نامالوم ځاي ته منتقل شوی دی.
XS
SM
MD
LG