د لاسرسي ځای

تازه خبر

۳۰ فیصده پاکستانیان وايي استخباراتو ته د اسامه استوګنځای مالوم وو




سرچینه : ګېلپ (د نظر پوښتنو تر سره کوونکې نړیواله اداره)
ژباړه : بوریوا ل کاکړ مشا ل ریډیو

د ګېلپ په نامه د نظر پوښتنو تر سره کوونکې نړیوالې ادارې په پاکستان کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته په دې ملک کې د یوې نظر پوښتنې په ترڅ کې له خلکو پوښتلي دي چې د دوي په فکر د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آي) ځینې غړي په دې خبر وو چې اسامه بن لادن په پاکستان کې ژوند کاوو او که نه؟ او ایا دوي فکر کوي چې امریکا دي د اسامه بن لادن د وژلو لپاره عملیات په خپل سر کړي وي؟

ګېلپ نومي ادارې دا نظر پوښتنه د اسامه بن لادن له وژل کېدو یوه اونۍ وروسته یانې د مۍ له نهمې نېټې څخه تر دولسمې نیټې پورې په پاکستان کې تر سره کړې ده.

په دې څلور ورځنۍ نظر پوښتنه کې ګېلپ له اسامه بن لادن او د هغه له وژنې سره تړلې دوې مهمې پوښتنې کړې دي.

لومړۍ یې دا پوښتنه راپورته کړې ده چې ایا د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ( آی ایس آی ) ځینې غړي په دې خبرو وو چې اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې اوسېدی او که نه؟

ګېلپ چې له څومره پاکستانیو څخه دا پوښتنه کړې ده ، په هغوي کې نهه څلوېښت فیصده وايي چې د امریکايي ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وړاندې د پاکستان استخباراتي اداره یا آی ایس آی په دې نه وه خبره چې هغه چیري دی؟

شاوخوا یو دریش فیصده پاکستانیان بیا په دې نظر دي چې هو ، د پاکستان استخباراتي اداره یا آی ایس آی په دې خبره وه چې اسامه بن لادن چیري اوسیږي.

له ګېلپ سره په دې اړه له ږغېدلو پاکستانیو وګړو څخه شل فیصده کسانو یا خو له څه ویلو انکار کړی دی او یا یې هم ویلي چې دوي په دې موضوع نه پوهیږي.

ګېلپ دویمه پوښتنه دا څېړلې ده چې ایا د امریکا ځانګړو ځواکونو چې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره کوم عملیات تر سره کړل د هغه په اړه د پاکستان حکومت او استخباراتي اداره ( آی ایس آی ) ته له مخه مالومات وو او که نه؟

د ګېلپ د دې پوښتنې په ځواب کې پنځه شپېته فیصده پاکستانيان وايي نه ، د پاکستان حکومت او استخباراتي ادارې (آی ایس آی ) ته د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو لپاره د تر سره شوو د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په اړه وار له مخه مالومات نه وو.

په سل کې دوویشتو کسانو ګېلپ ته ویلي ، پاکستانی حکومت او (آی ایس آی ) دواړه په دې خبر وو چې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره به د امریکا ځانګړي ځواکونه عملیات تر سره کوي.
ګېلپ چې له کومو کسانو څخه دا پوښتنه کړې ده په هغوی کې دیارلس فیصده کسانو یا خو په دې اړه څه نه دي ویلي او یا یې هم ویلي ، دوي نه پوهیږي چې د پاکستان حکومت او استخباراتي اداره (آی ایس آی ) د اسامه بن لادن د وژلو لپاره په تر سره شوو عملیاتو وار له مخه خبره وه او که نه.

ګېلپ د دې نظر پوښتنې په رپوټ کې زیاتوي چې په سل کې پنځه اویا کسان د مۍ پر دویمه د ایبټ اباد په ښار کې د تر سره شوو امریکایي عملیاتو په اړه د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري له غبرګون څخه خوشاله نه دي.

ګېلپ لیکي ، د اسامه بن لادن پر وژل کېدو تر دوې اونۍ زیات وخت واوښت ، خو په دې اړه تر اوسه پورې پوښتنې ګردش کوي چې ایا د پاکستان پوځ او سیاسي مشرتابه څه وکړل او یا خبر نه وو.

د امریکا د دفاع وزیر روبرټ ګېټس د تېرې چارشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال وویل ، داسې ښکاري چې په پاکستان کې یو څوک په دې خبر وو چې اسامه بن لادن هلته دی خو د هغه په خبره ، ده داسې ثبوت نه دی لیدلی چې د پاکستان لوړ پوړو پوځي او سیاسي چارواکو ته په دې اړه له وړاندې مالومات وو.
XS
SM
MD
LG