د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ډاکټرانو هړتال



نیاز موسی خیل،کوټه

له تیرې یوې میاشتې راهیسې د بلوچستان د ځوان ډاکټرانو اتحادییه ٫٫ینګ ډاکټرز ایسوسي ایشن٬٬ د خپلو تنخواګانو زیاتولو او د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره پر هړتال دي.او وايي چې اوس به شپې مهال هم پر هړتال وي.

د ځوان ډاکټرانو اتحادییې د بلوچستان مشر ډاکټر صمد پانیزی وايي
، چي د دوي او د مرکزي څانګو د ډاکټرانو په تنخواګانو کې ډېر زیات فرق دی .په پنجاب او نورو صوبو کي کي هم ځوان ډاکټرانو په دغه لړ کي احتجاجونه کړي وو او د هغه ځای حکومتونو د دوی پر غوښتنو غور کوي و،خو دلته د بلوچستان حکومت لا هم د دوی غوښتنو ته غوږ نه نیسي.

ډاکټر صمد زیاته کړه چې د دوی هړتال یوازې په او،پي،ډي کې دی او په ایمرجنسي څانګه کې اوس هم ډاکټران موجود دي او هر وخت به حاضر وي٬٬

یاده دي چي د پنجاب،اسلام آباد اوخیبر پښتونخوا د ځوان ډاکټرانو د هړتال نه وروسته،اوس په بلوچستان کي هم ډاکټران د تنخواوو د زیاتوب د پاره هړتال کوي،خو تر اوسه د بلوچستان حکومت له اړخه په دغه لړ کي څه واضع او څرګنده ځواب نه دی را مخته شوی.
XS
SM
MD
LG