د لاسرسي ځای

تازه خبر

قزاقزستان د نېټو ځواکونو د ملګرتیا لپاره افغانستان ته خپل عسکر لیږي




قزاقزستان چې په لویه کچه مسلمانان په کې ژوند کوي ، د منځنۍ اسیا هغه لومړی هیواد دی چې په افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواک د مرستې لپاره خپل عسکر ورلېږي .

دا پرېکړه د دې هیواد پارلمان کړې ده خو د شپږو میاشتو لپاره د لېږل کېدونکو عسکرو د شمېر او نېټې په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

قزاقزستان هغه هیواد دی چې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو ته د سامان وړلو لپاره مځکنۍ او هوايي لار ورکړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG