د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او چین تعلقات


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني او له خپل چیني سیال وېن یابوو سره
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني او له خپل چیني سیال وېن یابوو سره
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني په داسې مهال کې د چین په سفر دی چې د اسامه بن لادن د وژل کیدو وروسته د امریکا او پاکستان اړیکي تر بل وخت زیات ترینګلي دي.

ځیني کارپوهان داسې فکر کوي چې له امریکا سره ترینګلو اړیکو ته په کتو سره پاکستان هڅه کوي چې له چین ته ځان نور نژدي کړي.

آیا په بحراني حالاتو کې چین په رښتیا هم د پاکستان عملي مرسته کولای شي.
آیا چین په تېر کې له پاکستاني په کړکیچنو حالاتو کې دریدلی دی که څنګه.
آیا د چین او پاکستان اړیکي سیاسي ارزښت زیات لري که اقتصادي.

دا او له دې سره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې اورېدلی شي چې میلمانه یې د پاکستان د بهرنو چارو پخوانی وزیر سرتاج عزیز،د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر اعجاز خان د پاکستان پخوانی ډپلوماټ همایون خان،د اقتصادي چارو خبریال اکرام هوتي دي.او کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.
XS
SM
MD
LG