د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګر که هر چیري وي وهو به یې .ناټو او افغان ځواکونه



نقیب الله متونوال خوست

په افغانستان كې د ناټو او افغان پوځي لوړپوړي پلاوي خوست ته په خپل سفرکې وويل، چې دترهګرو ځالې هرچېرې چې وي دوی به یې پروړاندې عملیات کوي.
دوى افغان امنیتي ځواکونه دې ته تیاروبلل چې له نړیوالو ځواکونو امنیتي چارې په خپله غاړه واخلي خو یادونه وکړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي که اړتیاوه په دې هېوادکې به پاتې شي.

دغه پلاوی چې د دوشنبې په ورځ خوست ته راغلی پکې د افغانستان د ملي د فاع وزارت لوی درستیز سترجنرال شېرمحمدکریمي ، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال لو ی پاسوال عبدالرحمن رحمان ، د سیمه ایزه ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي ،په افغانستان کې د ایساف مرستیال ډيويډ رادريګز او همدارنګه د افغانستان لپاره داېتلاف ځواکونو نوي ټاکل شوي عمومي قوماندان ډګرجنرال جان آلېن ګډون درلود.

یاد پلاوي دخوست د ولایتي ادارې او همدا راز د خوست له امنیتي وضعیت څخه لیدنه وکړه او دخوست اوسنی امنیتي حالت یې د ډاډ وړ وباله.

دافغانستان دملي دفاع وزارت لوی درستیزسترجنرال شېرمحمد کریمي وویل چې كه څه هم خوست سرحدي او دافغانستان یو له مهمواو ستراتیژیکو ولایتونوڅخه دی خو اوسنی وضعیت یې په پوره ډول داطمنان وړدی.
جنرال کریمي همدا راز وویل، چې دوی به د لاښه امنیت په خاطر په راتلونکي کې په خوست کې نورامنیتي ځواکونه هم زیات کړي او همدا راز به په سرحدونوکې نوي امنیتي پوستې جوړې کړي.

شېرمحمد کریمي افغان امنیتي ځواکونه دې ته تیاروبلل چې له نړیوالو ځواکونو امنیتي چارې په خپله غاړه واخلي، خو نوموړي یادونه وکړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم چې نړیوال ځواکونه له افغانستان وځي که اړتیاوه په دې هېواد کې پاتې شي.
لوى درستيز د امېد په نامه له پيل شویو عملیاتو هم یادونه وکړه ، او ویې ویل ، چې دغه عملیات یوازې پوځي نه، بلکې ترڅنګ یې ټولې ملکي ادارې هم داخلې دي ، چې دوی وکولای شي، د عملیاتو وروسته په سیمو او بانډو کې دولس لپاره مهم خدمتونه سرته ورسوي.

په افغانستان کې د ناټوځواکونو د عمومي قوماندان مرستیال جنرال ډيويډ رادريګز هم د خبرو پرمهال وویل، چې دوی به له دې وروسته د ترهګروځالې هغه چې په هرځاى د افغانستان دننه او يا له سرحدونو بهروي نه پریږدي او پروړاندې به یې ځپونکي عملیات ترسره کوي.
جنرال رادريګز له افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دې ځواکونو په لاښه روزنه او تجهیز کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي ترڅو په خپله دخپل امنیت د ساتلو وړتیا ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دامریکا په سنا مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټي مشرجان کیري افغانستان ته د خپل سفرپه ترڅ کې د یکشنبې په مازدیګر خوست ته راغلی وو او له خپلو پوځیانوسره یې له نیږدې ولیدل.
XS
SM
MD
LG