د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او پاکستان وايي هره لویه کاروايي به په ګډه کوي.



ریاض موسی خیل اسلام اباد

د پاکستان د دورې پر مهال دامريکا د بهرنو چارو د کميټۍ مشر او سنېټر جان کېري په اسلام اباد کې له پاکستاني مشرتابه سره په خبرو کې ویلي وو که څه هم د ايبټ آباد کاروايي چې د امریکايي ځانګړو ځواکونو لخوا پکې د القاعده مشر اسامه بن لادن ووژل شو ، پر سر د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقات لاپسې کړکيچن شوي خو دده به خبره په دې سره به د کيري لوګر بل له مخې پر مرستو هیڅ اثر نه غورزي.

هغه وویل چې د دواړو ملکونو ترمنځ اړیکي ډېر پخواني او دوامداره دی.

جان کيري وويل دا فیصله به پاکستاني ولس کوي چې د محمد علي جناح پاکستان غواړي که د ترهه ګرو او بنسټ پالو.

د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل، د ايبټ آباد له کاروايي نه د پاکستان نه خبرولو پرېکړه بې اعتمادي نه بلکه د آپريشن پټ ساتلو په خاطر شوې وه .

سینېټر جان کيري ویلي پاکستاني وويل چې هغه پاکستاني مشرتابه ته ډاډ ورکړی چې په راتلونکې کې هره لویه کاروايي به دوړه هیوادونه په ګډه کوي.پاکستان هم ددې خبرې پخلی کړی دی.


پاکستان د جون کیري د سفر په اړه شنونکي وايي چې دا دوره ډېره د اهمیت وړ ده او په دې سره ښايي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاو تريخوالي په کمولو کې مرسته وشي.

د دفاعي او پوځي چارو کار پوه او پخوانی لیفټينېنټ جنرل طلعت مسعود وايي ،”دا سمه ده چې دا وخت د دواړو ملکونو تعلقات تر یوه سخت پړاو لاندې تېريږ ي خو له یوه بل سره مرسته کول هم د دواړو مجبوري ده، او زما يقين دی چې دا موجوده دوره به تاو تريخوالي په کمولو کې لوی کردار تر سره کړي٬٬
.
د نوموړي په وينا دې تعلقاتو بحالۍ کې به وخت لګېږي خو بيا هم که امريکا کومې ژمنې وکړي او هغه پوره کړي نو کيدای شي چې تر څه حده دې کې کمی راشي.
XS
SM
MD
LG