د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ ته په بلوچستان کې د۱۸۱ مړيو موندلو خبره شوې


په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهسیې خلک پورته کېږي او بیا یې خرا مړي موندل کېږي
په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهسیې خلک پورته کېږي او بیا یې خرا مړي موندل کېږي

خدای نور ناصر مشال ریډيو کوټه

دپاکستان سپریم کورټ دګل ورځ دبلوچستان ناامنه حالاتو ته په کتور سره په خپل سره اورونه کړې .
دبلوچستان چیف سیکرتري احمدبخش لهړي په دې اورونه کي د صوبې پر ناامنۍ، هدفي وژنو او دخراب شویومړيو په موندلو تفصیلي رپوټ وړاندي کړی.
دبلوچستان حکومت له خواوړاندي شوي په دې رپوټ کي ویل شوي چي د روان حکومت په واک کي له راتلوڅخه تراوسه د۱۸۱ کسانوخراب شوي مړي موندل شوي

په دې اورېدنه کې چیف جسټس دبلوچستان له چیف سیکرتري څخه پوښتليٍ چې تراوسه د خراب شویو مړیو دموندلو په کیسونوکي څومره کسان نیول شوي خو چیف سیکرتري بلوچستان په دې باب ناخبرتیا څرګنده کړي

چیف سیکرتري احمدبخش لهړي سپریم کورټ ته ويلي چي په بلوچستان کي امنیتي حالات دښه کېدولپاره یې ډېره هڅه کړې خوبریالي شوي نه دي.

د سپریم کورټ ددغه په خپل سر اورېدنې په اړه د بلوچستان نیشنل ګوند ویاندآغا حسن وايي ، دسپریم کورټ ددې ګام هرکلی کوي اودا یو مثبت ګام بولي،خو نومړی غوښتنه کوي چې پر دغه خبرو دې عمل هم وشي. ددې بنیاد معلوم شي چي کسان څوک پورته کوي او بیايې ولي خراب شوي مړي موندل کېږي.

آغاحسن په ویناسپریم کورټ ته لاډېرپخوا په کار وو چي داسي ګام يې پورته کړی وای. خواوس هم ښه کار شوی او هیله یې وښوده چې د کسانو تری تم کیدل او بیايې خراب شوي مړي موندېدل به له دې وروسته بندشي.
په دې برسیره چي دبلوچستان په همدې ناامنیو د پاکستان سپریم کورټ ازخودنوټس اخیستی، په تېروورځو کي دبشري حقوقو له خوا هم ددې صوبې په ناامنۍ په يوه رپوټ کي ویل شوي وو،چي دبلوچستان حالات ورځ په ورځ خرابیږي او دصوبائي حکومت ترټولوزیاته ذمه واري ده چي همدلته دامنیت وضع ښه کړي.

دبشري حقوقومشرې زهرايوسف خبري غونډي ته ویلي وو؛ دلته خلک تښتول کېږي او بیايې خراب شوي مړي موندل کېږي. دازموږ ټولولپاره ډېره د اندېښنې خبره ده اوحکومت بلوچستان باید په دې باندي په عملي توګه څه وکړي چي دا ناامنۍ دلته نوره بنده شي.

دزهره يوسف په وینا دبشري حقوقورپوټ ښایي يواځې په تېرو درومیاشتوکي په خضدار کي د ۳۳ کسانو خراب شوي مړي موندل شوي چي پرې د ښکنجه کولو نښانونه هم وو؛

سره له دې چي په دې صوبه کي دناامنۍ ډېری نوري پېښي رواني دي. خوپه دې صوبه کي دخراب شویومړیوموندل دبلوڅ ملت پالوپه ویناددې صوبې دامنیتي حالات نور هم خرابولی شي.
XS
SM
MD
LG