د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایف سي چارسدې پر روزنیز مرکز چاودنو لسګونه کسان وژلي




دا پېښه د خیبر پښتونخوا د چارسدې په شبقدر سیمه کې موجود د فرنټئیر کانسټیبلري پر روزنیز مرکز د سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې رامنځ ته شوې ده چې د لومړنیو رپوټونو له مخې څه باندې ۸۰ تنه په کې وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل دي.

چارواکي وايي چې له دې دوو چادونو څخه یو ځانمرګی برید وو خو د دویم په اړه لا څه نه دي ویل شوي .

له پېښې وروسته د فرنټئیر کانسټیبلري کمانډنټ اکبر هوتي له رسنیو سره په خبرو کې ویل چې دا برید په داسې وخت کې شوی چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ټول ۸۱۸ عسکرو خپله روزنه پای ته رسولې وه او خپلو کورونو ته د تلو په تکل کې وو.

تحریک طالبان پاکستان د دې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي یې دي چې دا د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د بدل اخیستنې په لړ کې لومړی برید دی او د هغوي په خبره په راتلونکو ورځو کې به داسې نور بریدونه هم کوي.

د یادونې وړ ده چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د مئ پر دویمه نېټه د خیبر پښتونخوا د ایبټ اباد په ښار کې د امریکا د ځانګړو عسکرو په عملیاتو کې وژل شوی وو.

د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د ترهګرۍ دومره لوی برید تر سره شوو .
XS
SM
MD
LG