د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې ممنکه سیلاونو خلک اندېښمن کړي دي


نيازاحمدخان مشال ريډیو سوات

په سوات کې دممکنه باراني سیلاونو نه د خلکو د ژغورنې لپاره تر دې په حکومتي کچه هیڅ ګامونه نه دي پورته شوي چې له کبله یط په ځايي ولس اندېښمن کړی دی.

پروسږ کال په سوات کې د پشکال سیلاونو په سیمه کې لویه تباهي رامنځ کړې وه چې یوه لویه وجه یې د سوات سین پر غاړه د پاټونو او وټو کموالی او نشتوالی بلل کېږی.

سږ کال هم د موسمي بارانونو او د واورو ویلېدو له وجې په سوات سین کې د اوبو کچه لوړه ختلې.چې له کبله یې د سوات مدین سیمې نه تر لنډکۍ پورې پورې څلويښت کلوميټره دسين په غاړه خواوشاه خلک دويرې ښکاردي او ګمان کوي چې سږکال يوځل بيا سيلابونه ددوی آبادي اود کرکروندې ځمکه تباه کولی شي.


دسوات سين په غاړه فضاګټ حيات آباد يو تن واييي چې دبارانو لړي شرو شوېده اودوی له سیلاونو په ویره کې دي ځکه چې پروسږ کال هم دسوات سين په غاړه ټولې وټې اوبو وړي دي اوس يوځل بيا باران شورو شوې او کور ته یې اوبه ننوتې دي ، ماشومان یې سکول ته نه شي تلای او په خپل کورکې بند پاتې دي.

ضياء الله چې دنوۍ کلي مينګورې اوسيدونکې دې اودسين په غاړه یې کور دی او په دغه ځای کې کرونده هم کوي وايي،چې پروسږ کال یې سيلاونو کورهم تباه کړې وو او دکروندې ځمکه يي هم متاثره کړې وه او اوس بيا اوبه راغلي دي دوی له حکومته غوښتنه کوي چې دسوات سين په دواړو غاړودې اوبوته زرترزره بندونه جوړکړي ګنې يوځل بيا به دوی ته ستونزې جوړې شي.

سوات کې يوکال ورسته هم دسيلاب نه متاثره خلکو لپاره دبياوداني عمل روان دی خو تردې دمه د ممکنه سيلابونو مخنيوي لپاره په حکومتي سطح اوبوته بند وهلوڅه قسمه منصوبه بندي نه ده شوې.

په دې اړه د دسوات ضلعي مشرډي سي اوکامران رحمان وایی چې له دوی سره دومره وسایل نيشته چې دسوات دسين په دواړو غاړه وټې جوړي کړي اونه تردې دمه ددې لپاره مقامي انتظاميې يا صوبایي حکومت څه قسمه منصوبه بندي کړې ده .

کامران رحمان وایي چې په سوات کې راتلونکي سيلابونو نه بچ کيدولپاره سيمه کې دسين په غاړه درې سوه ميټره فاصله کې د ودانیو په جوړولو وبنديزلګولی شوی دی او د سيلاب راتلو په اړه ولس ته واردمخه اطلاع ورکولو مناسب انتظام هم شوی دی خو د سوات سین په غاړه ځه باندې څلويښت کلوميټره په واټن کې دسين په دواړو غاړو داوخت په لسګونه کلي آباد دي دۍ اودغه خلک د ممکنه سیلانو څخه ډېر زیات اندېښمن دي.
XS
SM
MD
LG