د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسامه پنځم ځل واده څنګه وکړ!




سرچينه: ګارډين ورځپاڼه
ژباړه: بشير ګواښ


ګارډين ورځپاڼې ليکلي چې د ۱۹۹۹ کال د سپتمبر د مياشتې لومړۍ شپې ورځې وي چې د القاعده مهم غړي رشاد محمد سعيد اسماعيل ته په کابل کې اسامه بن لادن ټيليفون وکړ او ترې وي غوښتل چې د پنځم واده لپاره دې ورله انجلۍ وګوري.

اسامه رشاد ته وويل چې يوه دینداره ، تابعداره، ځوانه چې عمر یې له ۱۶ نه تر ۱۸ پورې وي ، او د يوې ښې کورنۍ سره اړيکې لرونکې او د ښې حوصلې انجلۍ غواړي ځکه چې د نوموړي د سختو شرايطو د ژوند سره به ځان برابروي.

د ګارډين ورځپاڼې په وينا رشاد محمد سعيد اسماعيل همدغسې يوه انجلۍ پيژنده. دا نجلۍ د هغه پخوانۍ شاګرده، اولس کلنه امل احمد الساده وه چې د رشاد په وينا د اسامه لپاره چې هغه وخت يې عمر ۴۴ کاله وو، بيخي جوړه وه.

ورځپاڼه د اسامه او امل د واده په اړه ليکي چې په ۲۰۰۰ کال کې شيخ رشاد په يمن کې د ايب په نامه خپل پلرني ښار ته ستون شو. لومړی د امل کور ته ورغی او هغه ته يې د اسامه بن لادن د ژوند په اړه معلومات ورکړل.

مثلا دا چې هغه د امريکا د لټون له وجې په يو ځای کې د اوسيدو پر ځای له يو ځايه بل ځای ته درومي. د ګاريڼ په دې مقاله کې راغلي چې د امل له منلو وروسته، اسامه د هغې کورنۍ ته ۵۰۰۰ ډالره د حوالې له لارې وروليږل او په دې توګه د نوموړې په کور کې افغانستان ته د هغې د وديدو او د کور د يوې کشرې انجلۍ د واده په مناسبت خوښۍ پيل شوي.

ګارډين ورځپاڼه ليکي چې وروسته امل د خپل مشر ورور سره د پاکستان کراچۍ ته لاړه او له هغه ځايه بيا کويټې ته. ورځپاڼه زياتوي چې افغانستان ته د تګ لپاره ورته اسامه بن لادن خپل کسان وروليږل.

ګارډين ورځپاڼې ليکلي چې د القاعده د سخت دريځې ډلې د مشر اسامه بن لادن او امل واده په کندهار کې په داسې حال کې د يمن د کلتور په ترسره کولو سره وشو چې د اسامه په پښو کې يو پوسه حلال شو. ځينو سړو سندرې ويلي او ځينو نورو ورته ګډا کوله. شاعرانو د خوشالۍ د دې موقعې په مناسبت تيار کړي شعرونه هم واورول.

ورځپاڼه ليکي چې اوس د څه دپاسه لسو کلونو له تیريدو وروسته، شيخ رشاد محمد سعيد اسماعيل چې ځان د القاعده کلک ملاتړی بولي او په يمن کې د القاعده د ډلې غړی دی، وايي چې د اسامه په مرګ ځکه خفه نه دي چې هغه همدا غوښتل.

شيخ رشاد ګارډين ورځپاڼې ته ويلي چې د اسامه بن لادن له مرګه وروسته بايد د هغه ميرمن امل بيرته خپل پلرني هواد يمن ته ستنه شي چې هلته د هغې او د نوموړې د بچو پوره پوره خيال وساتل شي خو ګارډين ورځپاڼه ليکي چې د يمن نور خلک دا ويره لري که د اسامه بن لادن ميرمن کور ته ستنه شي نو د يمن ولسمشر به يې امريکا ته وسپاري.
XS
SM
MD
LG