د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالان ولې وژل کېږي ،اغېز یې څه دی


په پېښور کې خبریالان د نصرالله اپریدي د وژنې خلاف مظاهره کوي
په پېښور کې خبریالان د نصرالله اپریدي د وژنې خلاف مظاهره کوي


بیګا شپه د خیبر اېجنسۍ د خبریال نصرالله اپریدي د وژل کېدو وروسته د بې پولې خبریالانو سازمان په وینا په پاکستان کې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د وژل شویو خبریالانو شمېره ۱۴ تنو ته رسېدلې ده.

په وژل شويو کې ډېری یې د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا سره تړاو لري.

پوښتنه دا ده چې څوک دا خبریالان وژني،په اړه یې حکومتي پلټنې کوم ځای ته رسېدلې دي.دغه وژنو د خبریالانو د لیکنو او وینا آزادي ته څومره زیان رسولی.

د مشال تر رڼا لاندې بحث هم دې موضوع ته ځانګړی دی چې میلمانه یې دوژل شوی خبریال نصرالله اپريدي یو نژدې ملګری قاضي عبدالروف،څو کاله وړاندې په سوات کې د وژل شوي خبریال موسی خان خیل ورور عیسی خان خیل او څو کاله وړاندې تیښتول شوی خبریال دلاورخان وزیر او د پېښور پرېس کلب پخوانی مشز شمیم شاهید دي.
XS
SM
MD
LG