د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار جګړه پای ته ورسېده


افغان چارواکي وايي امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو پاتې ډله وژلې ده او په دې ډول په کندهار کې روانه دوه ورځینۍ جګړه پای ته رسېدلې ده.

دوه ورځې مخکې وسله والو د کندهار په جنوب کې پر حکومتي ودانیو بریدونه پیل کړي ول. د خالي په ورځ د وسله والو طالبانو په ډله کې ځانمرګي برید کوونکي او راکټونه هم ول.

تېره ورځ هم د ښار په بېلا بېلو برخو کې نښتې روانې وې او چارواکو ویلي چې په یوه هوټل کې یې د وسله والو وروستۍ ډله ختمه کړې ده. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري ویلي په دې جګړه کې ۲۵ اورپکي او ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG