د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د اسامه په اړه پارلمان ته وینا کوي


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني به نن پارلېمان ته وینا کوي چې په دې ډول به خلکو ته دا د القاعده د مشر اسامه بن لادن تر مرګ وروسته لومړۍ وینا وي.

تېره اوونۍ اسامه بن لادن د پاکستان دننه د امریکايي ځواکونو په یوه چاپه کې ووژل شو. تر دې پېښې وروسته د پاکستان او امریکا اړیکي چې لا پخوا خراب ول، نور پسې کړکېچن شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG