د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون الوتکو په شمالي وزیرستان کې ۱۵ اورپکي وژلي


ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله



ځايي چارواکي نن ماسپښین نژدې دوه بجې امریکايي بې پایلټه ډرون الوتکو د شمالي وزیرستان سرښار میرام شاه څخه څه نا څه ۶۰ کلومیټره لویدیز اړخ تحصیل دته خیل په غرنۍ سیمه دوه توی کې د وسلوالو یو کور په نښه کړو.او ځلور توغندي يې ورباندې وتوغول.په دغه برید کې ۱۵ مشکوک اورپکي وزل شوي او څلور نور ژوبل دي.


د پاکستان د استخباراتې ادارې یوه چارواکي مشال ریډیو ته وویل چې دغه وخت وسلوال طالبان د بې بایلټه الوتکو لخوا د په نښه شوي کور سره نزدې د یوه هوټل مخې ته وو چې څلور توغندي ورباندې واورېدل.

د وروستيو مالوماتو له مخې د وژل شویو وسلوالو طالبانو شمېره ۱۵ ښودل کېږي او څلور ژوبل دي خو ځايي خلک وايي، امکان لري چې له کنډکپرو څخه له راوېستلو نه پس د مړیو شمېره زیاته شي.

ځايي خلک وايي ،چې وژل شوي واړه ځايي طالبان وو چې د حافظ ګل بهادر ډلې سره یې تړاو درلود.

د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژلو نه وروسته دا په وزیرستان کې د امریکايي ډرون الوتکو لومړی برید دی.
XS
SM
MD
LG