د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د افغانستان غوندې امن کمیشن جوړکړي.شېرپاو


Pakistan peoples Party head Aftan Ahmad Khan Sherpao
Pakistan peoples Party head Aftan Ahmad Khan Sherpao

عالمزېب مشال رېډیو اسلام اباد

د پاکستان پيپلز پارټۍ شيرپاو ډلې مشر افتاب احمدخان شيرپاو وايي، چي د پاکستان او افغانستان تر مينځ امنيت راوستو لپاره ضروري ده چي د افغانستان د امن کونسل په شان پاکستان کي هم يو امن کميشن جوړ کړی شي.


د سر ښار اسلام اباد په پرېس کلب کې له مشال راډيو سره په یوه ځانګړي مرکه کې شېرپاو زياته کړه ،چې څه موده وړاندي د افغانستان له طرفه يو امن کونسل جوړ شوي وو چې په سيمه کې یې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره يو شمير غونډې هم رابللې دي او هغه خپله هم په دغه غونډو کي ګډون کړي وو.


افتاپ شيرپاو دا وړاندیز وکړ چې د پاکستان حکومت دې د افغانستان د امن کونسل په رنګ يو امن کميسیون جوړ کړي او بیا دې د دواړو غاړو دغه کمیشنونه په سيمه کي د امنيت راوستو لپاره پرمختګ وکړي.نوموړی وايي،د امنیت په دې لړ کي پاکستان تر دې دمه څه ګټه ور گامونه نه دي پورته کړي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې افتاپ شيرپاو وویل ،چې د دغه کميشن د کاميابولو لپاره هغه حکومت ته خپل خدمتونه وړاندي کوي. له وسلوالو سخت دریزه ډلو سره د خبرو اترو په اړه هغه وویل،چې دوی په خپل وخت کې له بلوڅ ملتپالي مشر اکبر بګټي سره هم په لومړي سر کې د خبرو اترو لاره خپله کړې وه خو هغه د حکومت سره مرسته ونکړه او د ټوپک لار یې خپله کړه ،دی وایي اوس هم د هرې ستونزې حل په خبرواترو کې ویني.
XS
SM
MD
LG