د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټه کویلې کان څخه ۴۳ تنه مړي راوېستل شوي دي


Pakistan -- Rescue workers retrieve the body of one of the miners who was killed in a explosion sparked by methane gas inside a coal mine in Surran range, 20Mar2011
Pakistan -- Rescue workers retrieve the body of one of the miners who was killed in a explosion sparked by methane gas inside a coal mine in Surran range, 20Mar2011

خدای نور ناصر مشال رېډیو

د پلوچستان مرکز کوټې شمال پلو په ۳۵ کلوميټرۍ کې په سورینج سیمه کي دکویلې په سرکاري کان کې له شوې چاودنې څخه تر اوسه د ۳۲ کان کیندونکو مړي راوېستل شوي دي.او ویل کېږي چې په کان کې ټول ۵۰ کان کیندونکي بند وو چې د نورو په اړه چارواکي وايي هغوی هم مړه دي.

د پاکستان ماینز ډېلوپمېنټ کارپورېشن دکويلې سرکاري کان کې د اتوار په شپه په دوې بجې چاودنه وشوه.
د ځینو کان کیندونکو مړي د سوات سیمې ته وړل شوي دي.او د بلوچستان د سکرو کانونو کې اکثره د سوات خلک خواري مزدوري کوي.

يوه کانکيندونکي ښادي خان چي يواځي يوه اوونۍ له مخه يې په همدې کان کي کارپرې ایښی دی ،وايي،)) يوه اوونۍ له مخه داسې نښې نښانې ښکارېدې چې دغه کان خطرناکه دی، کان کیندونکوپه بیا بیا دکان مالکانو ته ددې خبری ذکرهم کړی، خودکان مشرانو هیڅ ګام پورته نکړ.يوه اوونۍ له مخه زه خپله په دې کان کي وم، کارمي کاوو. مزدورانوبه ویل چي هواچپه روانه ده.مزدورانو په بیابیا ویل خوچا پام نه ورته اړولی.))



۲۵ کلن کان کیندونکي شهزادخان لومړنۍ مړی و، چي پرون غرمه له دې کان څخه راویستل شو،اودښادي خان مشر ورور وو. ښادي خان په ژړغوني ږغ وویل،((چې هغه یې مشر وررو وو او زه یې له دې وجې له کاره واېسستلم، چي هغه په دې خبر وو، که دواړه دلته کار کوو، او څه بده پېښه رامنځته شوه، نوپه کوربه هیڅ څوک هم پاتې شي،دده په ویناهم دوی دوه ددوي دکور مشران و))

محمداشفاق چي ترپېښي وروسته يې په مرستندويه کارونه کي برخه اخیستې وه، پرون ماځيګرترڅوساعتوکار وروسته له همدې کان څخه راووت. هغه وايي ،((په کان کې دننه د تلو لاره مکمله بنده ده. د بند پاتې کسانو د راوېستو هیڅ امکان نشته.د دوی اکثریت د سوات او د افغانستان اوسېدونکي دي.))


په همدې کان کي کانکيندونکي نصرالله چي تعلق يې له سوات سیمي سره و، څومیاشتي له مخه له مشال راډيوسره په خبرو کي ددې کار دخطرپه اړه ويلي وو،((څلورپنځه ملګري مې مړه شوي دي، او همدومره مي په کې خپل ماماګان مړه شوي دي. بس څه وکړو موږ اوس روزګار ورته ویلی))
دهمدې کان په همدې ځاي باندي چي په کې لاهم تر ۳۰ ډېر کانکیندونکي بندپاتې دي، یو کان کیندونکي فضل رحییم څو میاشتې وړاندې دخپل کارپه اړه مشال ته ويلي وو،((ګران کار دی،دوېري کار دی،بس څه وکړو نورکارونه نشته. بېروزګاره يو. اوتعلیم مو هم نه دی کړی.))
د کویلې کان پر پېښه د بلوچستان سیاسي ګوندونو غبرګون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
مشال رېډیو ددې کان دپروژې له مشرمختارڅخه وپوښتل، ځيني کانکیدنکي وائي، چې په کان کې د خطرې اثرات ورته له مخه په ګوته شوي نو ولې یې دغه کان نه بندولی.؟هغه په ځواب کې وايي،(( دا سرکاري منصوبه ده او تحفظ ورکول مو لومړیتوب دی .او زموږ دمشرانوله خواپه بیابیا راته ویل شوي،چي لومړی به دانسانانوتحفظ په پام کې نیسی.او دا خبرې بې ځایه دي چې موږ احتیاطي ګامونه نه دي اخیستي تش افواګانې دي.))

دبلوچستان دمعدنیاتووزیرمیرعبدالرحمان مینګل ویلي چې ددې پېښي ترټولو لویه ذمه واري په پي ایم ډي سي باندي راځي، ځکه چي دده په وینادصوبې دمعدنیاتودڅانګي کارپوهانوڅه موده وړاندي دوي ته ددې کان بندولو په اړه ویلي وو چي په دې کان کي دحادثې خطر محسوسېږي.
XS
SM
MD
LG