د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیبیا: په بېن غازي کې چاودنې اورېدل شوې دي


نن د لیبیا په مشرقي ښار بېن غازي کې چاودنې اورېدل شوې دي.
رپورټونه وايي د معمرقذافي پلویو ځواکونو د یاغیانو پر ضد بمباري کړې ده. خو تر اوسه دا پخلی نه دی شوی چې دا چاودنې د څه شي کېدای شي. د جمعې په ورځ د امریکا چارواکو د قذافي پر ځواکونو تور پورې کړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له پرېکړه لیکه یا قرارداده سرغړونه کوي. په دې پرېکړه لیک کې په سمدستي ډول د اوربند عملي کولو ویل شوي دي. د امریکا ولسمشر باراک اوباما قذافي ته خبرداری ورکړ چې که د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک سره سم، له بېن غازي خپل ځواکونه نه شا ته کوي نو بیا به یې پر ضد نړیوال پوځي عمل وشي. د پوځي عمل په اړه نن د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې خبرې ممکنې دي. په ننۍ سرمشریزه غونډه کې به د اوروپايي او عرب ټولنو استازي ګډون کوي. هیله ده د فرانسې د ولسمشر نېکولاس سرکوزي په مشرۍ کې کېدونکې په دې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون هم ګډون وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG