د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تاوتریخوالي لاس واخلئ: ملګري ملتونه، امریکا


ملګرو ملتونو او امریکا په شام کې پر احتجاج کوونکیو پر شوي مرګوني برید انتقاد کړی دی.
د شام د چارواکو له خوا پر مظاهره چیانو په دې برید کې د څلورو کسانو د مرګ خبر راغلی دی. د تاوتریخوالي دا پېښې تېره ورځ د هېواد جنوبي ښار دارا کې شوې دي. دلته امنیتي سرتېرو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره ډزې وکړې. په سلګونو مظاهر چیانو په شام کې د زیاتې سیاسې ازادۍ لپاره احتجاج کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي مشر بان کي مون ویلي د سوله ییزو مظاهره چیانو پر ضد د وژونکي قوت کارول او د خلکو نیول د منلو وړ نه ده. نوموړي د شام پر مشرانو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي دې لاس واخلي. د امریکا د سپینې ماڼۍ د قامي امنیت شورا ویلي د اوباما حکومت د تاوترخوالي سخته غندنه کوي او د شام پر حکومت یې غږ وکړ چې د سوله ییزو مظاهرو اجازه دې خلکو ته ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG