د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورپکو پر ضد د ډرون بریدونو ګټې او تاوانونه


د جنوبي وزیرستان په لده کې یو کور د ډرون لخوا په نښه شوی وو چې شک کېدی د ېالبانو مشر بیت الله مسو پکې وو.۲۰۰۹ م کال د اګست ۵ نېټه
د جنوبي وزیرستان په لده کې یو کور د ډرون لخوا په نښه شوی وو چې شک کېدی د ېالبانو مشر بیت الله مسو پکې وو.۲۰۰۹ م کال د اګست ۵ نېټه


مجید بابر مشال رېډیو


د مارچ پر ۱۷مه نېټه د زیارت په ورځ د شاخوا ۱۱ بجې د شمالي وزیرستان د دته خېلو په خړ تنګي مده خېلو سیمه کې د مشکوکه بې پایلټه الوتکې ډرون په برید کې د پاکستاني او نړیوالو رسنو له مخې څه نا څه ۴۰ تنه وژل شوي دي.خو یو ځايي مشر ملک محمد علي شا د وژل شویو شمېر ۲۵ تنه بولي.او ټول وژل شوي کسان خاورو ته سپارل شوي دي.

ددې برید نه پس د پاکستاني پوځ سر لښکر جنرال اشفاق پروېز کیاني د یوې خبر پاڼې له مخې د برید غندنه کړې ده.

دراپورونو له مخې په ۲۰۱۰م کال کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ډرون الوتکو څه نا څه ۱۲۴ بریدونه شوي دي.او سږ کال تر دامهاله د وسلوالو اوپکو پر ضد ۲۷ بریدونه شوي دي.

خو د پاکستاني پوځ سر لښکر لخوا ددغه ځانګړي برید غندنه ولې وکړه؟
د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو ادارې ای اېس پي ار ډایرېکټر بریګېډییر سید عظمت علي وايي،((ددغه برید غندنه یې ځکه کړې چې دا برید بغیر د کوم شک نه پر یوه غلطه نښه وشو .که څه هم موږ له امريکا سره پر ځینو معاملو یوه خوله یو او دا رښتیا دي چې په ډرون بریدونه کې ترهګر وژل کېږي خو ځايي بې ګناه خلکو ته هم زیان رسېږي.))

د ځايي سرچینو او استخباراتي راپورنو له مخې د پاکستان په قباییلي سیمو کې وسلوالو طالبانو د ترهګرۍ کېمپونه جوړ کړي،هلته پټنځایونه لري،خلکو ته د ترهګرۍ او ځانمرګو بمي بریدونو روزنه ورکول کېږي.نو ځکه د پاکستان پوځ هم تر دامهال په ټولو قبایلي سیمو کې ددغه مشکوکه ترهګرو پر ضد نژدې ۲۷ پراخ پوځي عملیات کړي دي.

او ددې برسېره د مشکوکه اورپکو ډلو پر وړاندې په افغانستان کې مېشت د امریکایي ځواکونو لخوا په پاکستاني غاړه کې له ډېورنډ کرښې سره جوخت د ډرون بریدونه هم دوام لري.چې تر اوسه پکې د پاکستاني طالبانو مشران لکه نیک محمد وزیر،بیت الله مسود،قاري ظفراو له القاعده شبکې سره تعلق لرونکي ځیني مهم غړي لکه ابو عبیده التیونیسي ،حشام ال یمني،ابو حمزه رابعه،ابو لیث ال لېبي ،ابو سلمان الجزایري،ابو ایوب المصري،ابو یزید او شمېر نور امریکا ته مطلوب مشکوک ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د جواینټ چیفس او سټاف پخوانی چیرمېن جنرل علي قلي خان وايي،((په داسې بریدونو کې د عامو خلکو د خوندیتوب خیال ساتل ضروري وي او که داسې ونشي نو اغېزې یې ښه نه وي ځکه که چېري عامو خلکو ته ځاني زیانونه ورسي نو په هغوی کرکه زېږي))

ویل کېږي چې قبایلي سیمې او په تېره شمالي وزیرستان کې د افغان طالبانو یوه مهمه ډله د حقاني شبکه مېشته ده او د پاکستاني طالبانو یو شمېر ډلې هم شتون لري.د امريکا حکومت په بیا بیا د پاکستان پر پوځ او حکومت ټینګار کړی چې په دغه سیمه کې پوځي عملیات ضروري دي خو تر دا مهاله د پاکستان پوځ د عملیاتو کولو نیت نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG