د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځانمرګي بمی برید ښکار کلي ادېزو کې اوس سکول په نښه شو


په سوات کې وسلوالو طالبانو ګڼ سکولونه تاله ترغه کړل
په سوات کې وسلوالو طالبانو ګڼ سکولونه تاله ترغه کړل
بېګا شپه د اديزو کلي کې نامعلومه کسانود يوه لوی سکول ودانۍ په بمونو الوزولې. په دغه کلي کې دا د هلکانو یواځنۍ سکول وو چې پکې به تر دولسمه پورې سبق ښودل کيدو.
د متنۍ پوليس تاڼې چارواکي وايي چې د سکول پنځه کوټې په چاودنو کې تباه شوې دي.

په اديزی کلي کې د روانى مياشت په نهمه نيټه د جنازې په یوه لمانځه کې یوه ځان مرګي بريد ٤٨ کسان ووژل او ګڼ نور یې ژوبل کړي هم وو.

د پښتنو په اکثره قبایلي سیمو کې او خپله د خیبر پښتونخوا په مالاکنډ ډویژن کې په سلګونه سکولونه تر اوسه په بمونو الوزول شوي چې ددغه بریدونو پړه تر ډېره طالبان پر خپله غاړه اخلي.

په ځینو سیمو کې وران کړل شوي د ګوتو په شمېر سکولونه بیا رغول شوي دي خو اکثریت وران سکولونه لا هم هغسې کنډ کپر پاتې دي چې له لاسه یې د خیبر پښتونخواو قبایلي سیمو په زرګونه زدکونکي له تعلیمه محرومه کړې بلکې که په ځینو سیمو کې زدکړې ورکول کېږي هم نو تر شنه اسمان لاندې ،په عارضي ودانیو یا هم خیمو کې انجونه او هلکان سبق وايي.
XS
SM
MD
LG