د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د پاکستان دپېژندګلو مسله



د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې حسن زیدي د ملکونو د پیژندګلو په اړه د بي بي سي د نړیوال سروس سروې په اړه لیکي، سږ کال په نړۍ کې زیات خلک د پاکستان په اړه منفي رایې لري.

د تېر کال په پرتله سږکال په ۱۶ کې د ۱۳ ملکونو نوم ښه شوې دی. او روان کال په ۱۶ ملکونو کې چې زیاتره خلک یی په ښه ټکو کې نه پیژني ، او په اړه یی ښه رایی نه لري ، پاکستان پکې په دویم نمبر دی.

په یورپي ټولنه کې ایران تر ټولو زیات ناخوښي لري. په دې سروی کې د نړۍ څه ۵۶ فیصده خلکو نه د بیلا بیلو ملکونو په اړه پوښتنې شوې دي. او د مختلفو براعظمونو په ۲۷ ملکونو کې شوی ده، چې زیاتره خلکو پکې پاکستان ته په بد نظر کتلې دي. او یوازې ۱۷ فیصده وګړي پاکستان ته په ښه سترګه ګوري.

سروی ښایی، پاکستان د اسراییل نه هم په نړۍ کې د پیژندګلو په لحاظ وروستو پاتې دی. د اسراییل په اړه ۲۱ فیصدي خلکو ښه نظر ورکړی دی.

ترکي په جهان کې هغه هیواد دی ، چې تر ټولو زیات ۵۶ فیصده وګړو یی د پاکستان په اړه ښه خیال څرګند کړی دی، او یوازې ۲۸ فیصده خلکو یی په اړه ښه نظر نه دی ښودلی.

چین چې د پاکستان یو نزدی ملګری ګڼل کیږي ، ۴۷ فیصده وګړي یی پاکستان ته په ښه سترګه نه ګوري، او ۳۷ یی په اړه ښه نظر لري. د چین ددی سروی په اړه لیکوال حسن ذیدي وایی ، دا د سمندر نه ژوره او د همالیه غره نه لوړه ښکاري.


هغه هیوادونه چې په دریو کې دوه تنه پاکستان ته په بده سترګه ګوري، د فلپاین ۷۹ فیصده اولس د پاکستان په اړه منفي رایی لري. که څه هم د پاکستان نه د تبلیغیانو ډلې فلپایین ته ځي ، خو دغې هم د پاکستان په پیژندګلو څه ښه اثرات نه دي غورزولي.

فرانس کې ۷۷ فیصده خلک پاکستان په اړه ښه نظر نه لري، جرمني کې ۷۶ فیصده، امریکا او برازیل کې ۷۵ فیصده ، آسټریلیا کې ۷۴ فیصده ، سپین کې ۷۲ فیصده ، اټلي کې ۷۰ فیصده هند او برتانیه کې ۶۸ فیصدي او کینیډا کې ۶۷ فیصده خلک پاکستان په ښه نامه نه یادوي.

د بي بي سي د ملکونو په اړه دی سروی ښودلي ، په هند کې چې داسې ګڼل کیږي زیات خلک به پا کستان ښه نه ګوري ، نو داسی نه ده.
جنوبي کوریا چې په پاکستان کې په یو شمیر څانګو کې سرمایه کاري کوي ، د نورو ملکونو په نسبت پکي کم خلک یاني ۶۸ فصده پاکستان ته په ښه سترګه نه ګوري.

په جاپان کې یوازي ۳۷ فیصده خلک پاکستان ته په ښه نظر نه ګوري، او زیاتره یی به اړه ښه نظر لري. په جاپان کې شپږ فیصدی خلک داسې هم دي چي د پاکستان په اړه د ښو خبرو نه خبردي.
XS
SM
MD
LG