د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غنی خان ۱۵م تلین


د پښتو یو وتلی شاعر او لیکوال غني خان
د پښتو یو وتلی شاعر او لیکوال غني خان


بازمحمد عابد مشال ریډیو پيښور

د پښتو ژبې ادیب، ، مجسمه ساز، مصور او فلسفي شاعر غني خان د شلمې پیړۍ داسې یو شخصیت تیر شوی چې د پښتو ادب تاریخ به یې تر پيړیو هیرنه کړي.

له نن څخه پوره ۱۵ کاله پخوا په ۱۵م مارچ نوموړي وفات شو.

د هغه په اړه شاعر او لیکوال اقبال شاکر وايي،(( دغنی خان په شاعرۍ کې چې کوم رنګ ، خوند او تنوع ده، تر اوسه ما ته داسې شاعر په نظر نه دی راغلی چې دا هر څه یې منعکس کړي وي او پښتون ولس ته یې وړاندې کړي وي.))

د پيښور پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو مرکز یو تن غړی ډاکتر محمد جاوید خلیل وايي ،چې غني خان په شاعرۍ کې د خپل رب سره بې کچې مینه کړې ده دې وايي،(( له مینې او محبت نه راواخله او بیا چې خپل رب ته نیږدیکت یې د شعرونو محتوا جوړوي:
ستا د ګوتو نښې دي، ګل دی که صنم اشنا
څوک که دې مني که نه، زه خو دې منم اشنا
او که شاعرۍ ته یې ځیر شوو، نو په شلمه صدۍ کې یو ځانګړی حیثیت لري))

د پيښور پوهنتون د اردو ادبیاتو د څانګې استاد پروفیسر اظهار الله اظهار وايي چې غنی خان د مغربي ادب ټیکنیک ته پښتني ښکلا او ځلا ورکړې ده، دی زیاتوي،
(( غنی بابا په لومړي ځل د مغرب شاعري په مشرق کې او په ځانګړۍ توګه په پښتو کې راوپيژنده، هغه خیالات او هغه تخنیک یې د پښتني روایاتو او معاشرې تابع کړل، هغه یې پښتانه کړل او موږ ته یې راکړل. ډیرو خلکو د هغه د تقلید کوشش هم وکړی وي، خو هغه داسې یو فنکار و چې چا یې په صحیح طریقې سره تقلید هم ونه کړی شو.))

په اسلام اباد کې د علامه اقبال اوپن یونیورسټی د پښتو ژبې او ادبیاتو استاد عبدالله جان عابد وايي،(( د پښتو ادب دانشمندان، محقیقین او نقادان ټول په یوه خوله او په یوه نظر دي چې غنی خان د شلمې پیړۍ یو ستر شخصیت و. په کار وه چې د هغه د تلین ورځ په ډیر درناوي سره نمانځلی شوی وه. بلکې په سرکاري توګه نمانځل شوې وای ځکه چې د پښتونخوا حکومت د هغه له کوره راوتی دي، په صوبايی کچه د ادب او ثقافت ادارې موجودي دي، د هغې سربراهان غټې غټې تخواګانې اخلي او د همدې له پاره ګمارل شوي چې هغوی دا او دې ورته کارونه تر سره کړي.))

شاعر او لیکوال پروفیسر اباسین یوسفزی وايي چې د خیبر پښتونخوا د کلتور ادارې ته یې د غني خان د مرګ نیټه (تلین ورځ )وړاندې په نښه کړې وه ،دی وايي،
(( له کله نه چې په پښتونخوا کې د عوامي نشنل پارټۍ حکومت راغلی دی، نو د کلتور په نوم یې یوه اداره پرانیستې ده چې هغوی ډیر کار کړی او کوي یې. څه موده وړاندې د هغې ادارې یو تن راغلی وو او هغه ته ما د حمزه بابا او غنی بابا د تلینونو نیټې ښوولې چې اتلسم فبروري د حمزه بابا ورځ ده او ۱۵ مارچ د غنی خان ورځ ده. هغه راسره منلې هم وې، خو تر اوسه پورې یې هیڅ حرکت نه دی کړی.))

غني خان په ۱۹۱۴ میلادي کال د چارسدې په اتمانزو کې د خان عبدالغفارخان په کور کې زیږیدلی و او د ۱۹۹۶ کال د مارچ په ۱۵ نیټه وفات شو چې د ژوند په اوږدو کې یې ښه پریمانه شاعری وکړه چې فانوس، پلوشې، د پنجرې چغار او د غني لټون په نامه یې کتابونه خپاره شوي چې په دې وروستیو کې یونیورسټی بوک ایجنسي د غني د لټون په نامه په یوه کتاب کې راټول کړل او بیا بیا یې چاپ کړل.
XS
SM
MD
LG