د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او کرغیزستان تجارتي تړون کړی



دپاکستان د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني او دهغه د کرغزستاني سیال الماز بیک اتم بیوف ترمنځ په بشکیک کې د ملاقات پرمهال ددواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تړون لاس لیک شوي دي.

په دغه تړون کې دوه نور هیوادونه چین او قزاقستان هم شامل دي. او په دې اړه په دوه زره څلورم کال کې هم دڅلورو واړو هیوادونو ترمنځ خبرې اترې شوې وې.

د ګیلاني او الماز بیک ترمنځ د خبرو پرمهال د افغانستان په موضوع هم خبرې شوي دي.

پاکستان د افغانستان دلارې د کرغزستان نه د بجلۍ د ترلاسه کولو هوډ لري او بل پلو کرغزستان بیا د پاکستان دګوادر بندر نه ګټه اخیستل غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG