د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې هړتالونه او د خلکو ستونزې


کارګران او مزدوران وايي چې په بیا بیا هړتالونو یې د کورنۍ له خولې ګوله ډوډۍ شوکولې ده.
کارګران او مزدوران وايي چې په بیا بیا هړتالونو یې د کورنۍ له خولې ګوله ډوډۍ شوکولې ده.

نیازموساخیل،مشال راډیو،کوټه

د ملک د نورو سیمو په شان،په بلوچستان کي هم د بیلابیلو وجوهاتو پر بنسټ،وخت نا وخته،کاربندیز کیدنه یوه عامه خبره ده.

له دغو هړتالو څخه که له یوې خوا عادي ژوند په ټپه دریږي،له بلې خوا هغه مزدور کاره خلک هم له سختُو ستونزو سره مخامخ شي، چي په عادي ژوند کي د ورځې ،یو دوه سوه روپۍ و ګټي او دغه رنګه،څه نا څه و خپلو بچیانو ته یوه ګوله ډوډۍ برابره کړي.

مزدورکاره خلک وایي،هړتالونو د دوي د بچیانو له خولې،ډوډۍ ایستلې او د دوي د کور نغرۍ یې ورسوړ کړی دۍ.

یو مزدوکاره اخترمحمد وايي،چي د هړتال له وجي یې کار نشته.په کورو کې بې کاره ناست وي او وږي،تږي بې خوراکه ګرځي.

د کور میاشتنۍ کرایه نشي برابرولی.
یو بل خواري کښ فضل محمد وايي، ((د هړتالو له وجي ډیر په عذاب یُو.بچیان دي،لویان دي؛ټول را پسې دي.اوس نو موږڅه وکړو))

پخوا،چي هري خوا ته د سولي او آرامۍ بادونه چلیدل،نود مزدورانو په وینا،کارونه یې هم ښه ول او ګذاره یې هم ښه کیدله،خو اوس یې ګزاره،د دوي په وینا،ډیره تنګه شوېده.

یو بل مزدورکاره صالح محمد وايي،چي پخوا امن وو.جنګونه نه وو،جنجالونه به نه وو.چي کار ته به راغلو،نو تر ماښامه به په کار اخته وو.چا به کار نه راسره لاره.اوس چي معمولي کیسه وشي،نو د ده په وینا،د هر چا پام را واوړي.

صالح محمد د دې ستُونزي د حل په اړه وایي،چي هړتال که ضروري وي،نو باید یو دوه ساعته دي وي.داسي نه،چي پوره ورځ وشي.دۍ زیاتوي،((دکانداران یې څه غم کوي،دوی د ورځي په زرګونه روپۍ ګټي،نو بیا که یوه ورځ دوکان بند هم کړي،نو آرام په کور کي ناست وي.څه فرق یې کوي.غم خو زموږ دۍ ))

سیاسي ګوندونه،چي په بلنه یې هړتالونه تر سره کیږي،وایي،چي هړتال کول د دوی جمهوري حق دی او د دوي مقصد چا ته تاوان رسول نه دی

.د پښتونخوا ملّي عوامي ګوند یو مرکزي مشر عبیدالله جان بابت په دې اړه وايي ،چي دلته امن نشته.ګراني ده او بې کاري ده.بې له هړتاله بله لاره نه ویني ،چي یوه جمهوری لاره ده.

مزدور کاره خلک غوښتنه کوي،چي سیاسي ګوندونه،قبایلي مشران او حکومت دي سره کښېني او د دوی د دغي ستونزي د هوارولو لپاره دې یوه نه یوه لار را وباسي.
XS
SM
MD
LG