د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا تر منځ لانجې


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني او د افغانستان پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمېن په اسلام اباد کې
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني او د افغانستان پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمېن په اسلام اباد کې

سرچینه: رویټرز
ژباړه: بوریوال کاکړ


د امریکايي وګړي ریمنډ ډیوس له خوا د روان کال د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه د پاکستان د لاهور په ښار کې د دوو پاکستانیو د وژلو تر پېښه وروسته د پاکستان او امریکا تر منځ په اړیکو کې دومره تاوتریخوالی راغلی دی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نه وو لیدل شوی.

امریکا وايي چې ریمنډ ډیوس سفارت کار دی او له دې کبله استثنی ورته حاصله ده نو ځکه له پاکستانیو چارواکو د نوموړي د خوشي کولو غوښتنه کوي. خو پاکستاني چارواکي بیا دا دریځ وړاندې کوي چې د ریمنډ ډیوس دوه تنه وژلي دي او اوس به یې برخلیک عدالت ټاکي.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان او امریکا تر منځ د لانجو ، د پاکستان د کورني سیاست او په راتلونکي کې په دې ملک کې د رامنځ ته کېدونکو ممکنه حالاتو په اړه پوښتنې راپورته کړي دي او هغوي ته یې ځوابونه لیکلي دي.

رویټرز خبري اژانس لومړۍ پوښتنه دا راپورته کوي چې پاکستان له امریکا سره څه لانجې لري؟

په ځواب کې لیکي ، که څه هم پاکستان او امریکا د ترهګرۍ پر ضد په جګړی کې یو د بل ملګري دي خو بیا هم یو بل ته د شک په سترګه ګوري.

د امریکا تر ټولو مهمه اندېښنه دا ده چې په دې سیمه کې القاعده له منځه یوسي او په افغانستان کې کراري رامنځ ته کړي ، خو پاکستان بیا په دې اړه اندېښمن دی چې په افغانستان کې د هند اغېزه د امکان تر حده را ټیټه کړي ، هغه ځکه چې دوي په دې اړه وېره لري که په افغانستان کې سوله رامنځ ته شوه نو هلته به د هند اغېز زیات شي.

هم داسې پاکستان تل په قبایلي سیمو کې د مشکوکو اورپکو په نښه کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد له امریکا څخه شکایتونه کوي .

له امریکا سره د پاکستان بله مسله دا ده چې د پاکستان ولس له دې کبله په امریکا پسې بد وايي چې هغه پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي چې پر امریکايي چارواکو یې ډزې کړې وې د امریکا په زندان کې ده.

رویټرز له امریکا سره د پاکستان بله مسله دا په ګوته کوي چې د پاکستاني خلکو په نظر د دغه ملک حکومت د امریکا په غوښتنه د اسلامي سخت دریځو ډلو پر ضد ګامونه پورته کوي.

او پاکستان له امریکا سره دا لانجه هم لري چې په هغو ملکونو کې شمار دی چې وګړي به یې پر هوايي ډګرونو د نورو خلکو په پرتله په بشپړه توګه تلاشي کيږي.

رویټرز خبري اژانس له پاکستان سره د امریکا لانجې په داسې ډول په ګوته کوي.

پر دې سربیره چې پاکستان هغه ملک دی چې د نېټو له غړو هیوادونو پرته تر ټولو زیاتې امریکايي پوځي مرستې تر لاسه کوي. خو بیا یې هم شمال لویدیځې سیمې د نړۍ تر ټولو د خطرناکو اورپکو ډلو پټنځایونه جوړ شوي دي. هغوي له دې ځاي څخه په اسانۍ سره افغانستان ته ځي او هلته د نېټو پر ځواکونو بریدونه تر سره کوي.

بل امریکایان دا شکایت هم کوي چې پاکستان د امریکایانو لپاره د سفارتي ویزو په ورکولو کې ځنډ کوي او هلته په پاکستان کې د سفارت کارانو پر تګ راتګ بې ځایه بندیزونه لګوي.

د ۲۰۱۰م کال په وروستیو کې چې د پاکستان پر خاوره د نېټو د هیلي کاپټرو په برید کې دوه پاکستاني عسکر ووژل شو نو پاکستان د تورخم له لارې د نېټو ځواکونو لپاره د سامان وړلو مخه ۱۰ ورځې نیولې وه.

په دې ورستیو کې د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن پاکستان ته د سفر پر مهال پر پاکستاني مطبوعاتو له دې کبله نیوکې وکړې چې د هغه په خبره د امریکا پر ضد د کرکې اور ته لمن وهي چې په دې سره د دواړو ملکو تر منځ اړیکو ته زیان رسیږي.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د کورني سیاست د څرنګوالي په اړه لیکي ، د ریمنډ ډیوس معامله یوازې د نړیوال سیاست لپاره نه بلکه په پاکستان کې دننه د واکمن پپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ نون ډلې تر منځ هم د لانجې سبب ده.

مسلم لیګ نون ډله هڅه کوي چې دا معامله د خلکو د خفګان او امریکا ضد فکر په مرسته د دې لپاره وکاروي چې پپلز ګوند پرې ډډې ته کړي. او له دې کبله د ولسمشر اصف علي زرداري له حکومت سره بې له دې بله لاره نه وه چې د ریمنډ ډیوس مقدمه عدالت ته پرېږدي.

په دې ملک کې سخت دریځه ډلې کومې چې د ناموس رسالت په قانون کې د بدلون مخالفې دي دا غوښتنه هم کوي چې ریمنډ ډیوس دي په دار وځړول شي.

رویټرز خبري اژانس د دې لیکنې په پای کې دا پوښتنه کوي چې په پاکستان کې څه رامنځ ته کېدای شي؟

رویټرز خبري اژانس لیکي چې زیاتره پاکستاني شنونکي په دې نظر دي چې د ریمنډ ډیوس له خوا د وژل شوو له کورنیو سره د یو ډول معاملې له مخې به هغه خوشی کړل شي. امریکايي شنونکي هم دې ته ورته نظر لري. هغوي فکر کوي چې داسې لږ امکان لیدل کیږي چې ریمنډ ډیوس به سزا شي او په بند کې به واچول شي.

پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د جګړې او له سېلابونو څخه د بیا پر پښو درېدلو لپاره د امریکا مرستې ته اړتیا لري. خو پاکستانی حکومت د بې پیلوټه الوتکو د ملاتړ په پایله کې له ولسي خفګان سره مخامخ دی ، نو که یې چیري د امریکا د فشار په نتیجه کې ریمنډ ډیوس خوشی کړ نو لا به له ستونزو سره مخامخ شي.

رویټرز د لیکني په پای کې د سیاسي شنونکي خالد احمد له خولې لیکي ، که چیري داسې وشو نو پاکستان به په سختو حالاتو کې راګیر شي. تر ټولو سخت غبرکون به د طالبانو او القاعده له خوا وي او دا به د هغوي لپاره تر ټولو ښه موقع وي چې په پاکستاني ولس کې خپل ملاتړي زیات کړي.
XS
SM
MD
LG